Book Name:Mosam Sarma Ki Barkat
دا د الله پاک څومره عظيم نعمتونه دي۔۔۔!! مونږ ته په ژمي کښې د ژمي د ضرورت څيزونه په آسانئ سره ميلاويږي، په اُوړي کښې د اُوړي د ضرورت څيزونه ميلاويږي، دکانداران د ژمي او د اُوړي بيل بيل څيزونه خرڅوي او خپل رِزق ګټي، ګاهک دا څيزونه اخلي او خپل ضرورتونه پوره کوي۔ د قريشو په زړونو کښې د ژمي او د اُوړي د بيل بيل تجارت رغبت واچولے شو نو دوئي ته حکم اوشو:
فَلۡیَعۡبُدُوۡا رَبَّ ھٰذَا الۡبَیۡتِ ۙ(۳) (پارہ:30 ،سورۂ قریش: 3)
ترجَمۀ کنزُ الايمان: نو هغوئي له د دې کور د رَبّ عبادت کول پکار دي۔
نو غور اوکړئ! مونږ ته خو هم زمونږه رَبِّ کريم د ژمي او د اُوړي بيل بيل نعمتونه عطا کړي دي، بيا زمونږه خو هم حق جوړيږي چې مونږه هم د خپل خوږ رَبِّ کريم شکر ادا کړو، ښه د زړه د اِخلاصه د هغه عِبَادت اوکړو۔
رہوں مست وبے خود میں تیری وِلا میں پِلا جام ایسا پِلا یاالٰہی!([1])
اے عاشقانِ رَسُول! د موسمونو بدلون، کله اُوړے، کله ژمے، کله خزان، کله سپرلے، داسې د موسمونو بدليدل، د قدرت ډيره لويه نخښه ده۔ الله پاک دے او هم يو دے د دې په دليلونو کښې يو دليل په قرآنِ کريم کښې دا هم بيان شو:
وَ ھُوَ الَّذِیۡ یُحۡیٖ وَ یُمِیۡتُ وَ لَہُ اخۡتِلَافُ الَّیۡلِ وَ النَّہَارِ ؕ اَفَلَا تَعۡقِلُوۡنَ (۸۰) (پارہ:18،سورۂ مؤمنون:80)
ترجَمۀ کنزُ الايمان: او هغه ژوند ورکوي او هم هغه مرګ ورکوي، د شپې او ورځې بدليدل د هغه په اختيار کښې دي۔ نو آيا تاسو نه پوهيږئ؟
ورځ راشي، شپه لاړه شي، شپه راشي، ورځ تيره شي، د ژمي ورځې لنډې، شپې اوږدې، د اُوړي ورځې اوږدې، شپې لنډې، چې اُوړے راشي نو لمر سم اور وروي، چې ژمے راشي نو خلق د يخنئ نه ړچيږي، خزان راغلے، پانړې پريوتلې، سپرلے راغلے، هر طرف ته شينکے شو، دا د موسمونو بدلون، دا د شپې ورځې تلل راتلل، وړې کيدل غټيدل، دا څه دي؟ د قُدرت نخښه ده۔ آيا څوک شته چې لمر اودروي؟ د سپوږمئ رفتار کم کړي؟ مونږه په ژمي کښې سم ړچيږو خو موسم نشو بدلولے، د جون جولائي تودې هواګانې زمونږه بدن سوزوي خو مونږه د سائنسي