Book Name:Mosam Sarma Ki Barkat

د بيان اوريدلو  نيتونه

په حديثِ پاک کښې دي: اَلنِّیَّۃُ الْحَسَنَۃُ تُدْخِلُ صَاحِبَہَا الْجَنّۃَ ښه نيت بنده جنت ته بوځي۔([1])

اے عاشقانِ رَسُول! د ښه ښه نيتونو سره د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ! د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې * د الله پاک د رضا د پاره به پوره بيان اورم. * د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به بااَدبه كښينم * ښه په توجو به بيان اورم * څه چې واورم د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل كولو او نورو ته د رَسَولو كوشش كووم۔

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د يخنئ او د ګرمئ هډو احساس نه کيږي

حضرت عبد الرحمان بن اَبُو ليلیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما فرمائي: د مسلمانانو د څلورم خليفه حضرت علي المرتضیٰ شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عادت مبارک وو چې هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به په سخت ژمي کښې نرئ جامې اغوستلې او په سخت اُوړي کښې به ئې پيړې (يعني ګرمې) جامې اغوستلې۔ خلقو به چې دا ليدل نو ډير به حيرانيدل، يوه ورځ خلقو ما (يعني حضرت عبد الرحمان بن ابو ليلیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما ) ته اووئيل: تاسو د خپل والدِ صاحب په ذريعه د امير المؤ منين حضرت علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه د دې حکمت معلوم کړئ! نو کله چې زما والد صاحب د شپې د امير المؤمنين حضرت علي المرتضیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په خدمت کښې حاضر شو نو هغوئي د حضرت علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په مخکښې د خلقو حيرانتيا بيان کړله۔ په دې باندې د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت علي المرتضیٰ شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوفرمائيل: اے ابو ليلیٰ! آيا تاسو د خيبر په ورځ زما سره نه وئ؟ اوئې وئيل: بالکل زه ستاسو سره ووم۔ اوئې فرمائيل: د غزوۀ خيبر په ورځ د الله پاک محبوب نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د جنډې عطا کولو د پاره زه راوبللم، زه حاضر شوم، هغه وخت زما په سترګو کښې تکليف وو، رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زما په سترګو کښې خپل لُعَاب [لاړې] مبارکې واچولې (په کومو چې زما د سترګو تکليف بالکل ختم شو،) ورسره هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زما په حق کښې


 

 



[1]...مسند فِرْدَوس، جلد:4، صفحہ:305، حدیث:6895۔