Book Name:Mosam Sarma Ki Barkat

نفس درته سستي راولي، شيطان جال خپروي نو د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان قربانئ يادې کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! خواري به آسانه شي۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راکړي۔

(4): په يخنئ کښې د قربانئ موقعې

اے عاشقانِ رَسُول! په ژمي کښې زمونږ د پاره د قربانئ موقعې هم زياتيږي، په ژمي کښې د غريبانانو خيال ساتئ! لکه څنګه چې مونږه د خپل ځان د پاره د ګرمو جامو انتظام کوو، په غريبانانو باندې د قربانولو سره، د هغوئي د پاره د ګرمو جامو بندوبست کولو سره ډير زيات ثواب ګټلے شو۔

په 6 سيپاره، سورۀ مائده، آيت: 32 کښې ارشاد کيږي:

وَ مَنۡ  اَحۡیَاھَا فَکَاَنَّمَاۤ اَحۡیَا النَّاسَ جَمِیۡعًا ؕ    (پارہ:6 ،سورۂ مائدہ:32)

ترجمۀ کنزُ الايمان: او چا چې د يو [انسان] ژوند بچ کړو (يعني د ژوندي ساتلو کوشش اوکړو) لکه هغه چې د ټولو [انسانانو] ژوند بچ کړو۔

په دې آيت شريف کښې د يو ژوند د بچ کولو نه څه مراد دے؟  امام فخر الدين رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: انسان د سوزيدو، ډوبيدو نه بچ کول، وږي مَړول، د سختې ګرمئ يا سختې يخنئ نه چاته نجات [خلاصے] ورکول او د هغه د پاره د ژوند سامان ورکول دا ټول د انسان د ژوندي ساتلو صورتونه دي۔ ([1]) ځکه چې کوم خوش قسمته په سخته يخنئ کښې د يو غريب د پاره د يخنئ نه د بچ کيدو سامان ورکړي، هغه داسې ده چې لکه هغه ټول انسانيت د يخنئ نه بچ کړو۔

چا له چې الله پاک مال او دولت ورکړے دے، څوک چې په مختلفو موقعو باندې د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غم ځپلي اُمّت مدد کوي، هغوئي ته خواست دے چې داسې جامعاتو او مدرسو ته پخپله ځي او خبر اخلي، چرته چې غريبانانو ماشومانو ته د يخنئ سامان (مثلاً د ګرمو جامو، جرسيانو، جيکټو، جرابو وغيره) ضرورت دے خو د اخستو د پاره پيسې نشته، د هغوئي ضرورتونه پوره کړي چې دا ډير د نيکئ او ثواب کار دے۔


 

 



[1]... تفسیرِ کبیر ،پارہ:6 ،سورۂ مائدہ،زیرِ آیت:32، جلد:4،صفحہ:344۔