Book Name:Mosam Sarma Ki Barkat

اوساتلے شي، هغوئي ته ګرمې جامې او بړستَنې وغيره ورکړے شي بلکه په بے زبانه ځناورو باندې هم رحم کول پکار دي ځکه چې دا بے وسه به خپل تکليفونه او مصيبتونه چاته وائي؟ څه پته لګي که چرې زمونږه د دوئي سره کيدونکے ښه سلوک د الله پاک په بارګاه کښې قبول شي او دا زمونږه د مغفرت وجه جوړه شي لکه څنګه چې حضرت شيخ ابو بکر شِبلي بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وفات نه پس په خوب کښې اوليدے شو نو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: الله پاک زه په خپله بارګاه کښې اودرولم او ارشاد ئې اوفرمائيلو: تاته پته ده ته ما ولې اوبخښلې؟ (هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي): ما خپل هغه نيک اعمال يادول کوم چې د بخښلو ذريعه جوړيدے شوه، نو الله پاک ارشاد اوفرمائيلو: ما په دې عملونو کښې د يو عمل په وجه ته اونه بخښلې۔ ما عرض اوکړو: اے زما خوږه الله! نو بيا په څه وجه تا زه اوبخښلم؟ ارشاد ئې اوفرمائيلو: يو ځل ته د بغداد په کوڅه تيريدلې چې تا هلته يوه پيشو اوليدله کومه چې يخنئ کمزورې کړې وه ستا په هغې زړه خوږ شو او تا هغه په خپله جبه (يعني جامو) کښې پټه کړه د پاره د دې چې هغه د يخنئ نه بچ شي ځکه په پيشو باندې د رحم کولو په وجه ما نن په تا باندې رحم اوکړو۔  ([1])

(5): په ژمي کښې احتياط کوئ!

کله چې به ژمے راتللو نو د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به خلقو ته نصيحت کولو چې بے شکه ژمے راغلے دے او هغه ستاسو دښمن دے، تاسو د وَړئ په جامو، بندو پيزارونو او د موزو په ذريعې سره د يخنئ نه د بچ کيدو انتظام اوکړئ! نور به ئې فرمائيل: يخني بدن ته زر ننوځي او ډيره وروستو ووځي۔ ([2])

اے عاشقانِ رَسُول! ژوند يو نايابه نعمت دے، خپل حفاظت هم ضروري دے، ځکه په ژمي کښې (1): پيړې جرابې، موزې او بوټان استعمالوئ (2): (که کيدے شي نو کورنئ) ويشيدلې انډې خورئ۔ (ضرورتاً د ډاکټر د مشورې مطابق) (3): تر خپله وَسه پورې تر څه وخته پورې لمر ته کښينئ (4): د نزلې، زُکام کيدو په صورت کښې بړاس اخلئ (5): د پوندو (Heels) او شونډو (Lips) د چاؤدلو نه د بچ کولو د پاره ليکوډ ګليسرين (Liquid Glycerin) او ويسلين استعمال کړئ۔ ([3])


 

 



[1]... حیاۃ الحیوان الکبریٰ،جلد:2،صفحہ:522۔

[2]... لطائف المعارف،صفحہ:440ملتقطاً۔

[3]... ماہنامہ فیضانِ مدینہ ،ربیع الآخر1438ھ بمطابق جنوری 2017ء  ،  صفحہ:50بتغیر ۔