Book Name:Mosam Sarma Ki Barkat

خلقو په يوه اوګه باندې داسې رومال ايښودے وي چې د هغه يو سَر په ګيډه باندې زوړند وي او بَل سَر ئې په ملا باندې داسې لمونځ کول مکروهِ تحريمي دے۔ ([1])

د موټر سائيکل چلولو په وخت د څادر حفاظت کوئ۔۔۔!

  خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په ژمي کښې د موټر سائيکل چلولو په وخت د خپل څادر وغيره خاص خيال ساتئ، چرته داسې ناخوښې پيښې رامخې ته کيدے شي په کومو کښې چې ستاسو قيمتي ځانونه ضائع کيدے شي، صِرف لږه شان بے پرواهي ستاسو د پاره لويه پيښه کيدے شي، لږ شان احتياط ستاسو د قيمتي ژوند د پاره ډير ضروري دے۔ الله پاک دې مونږ له دعمل کولو توفيق راکړي۔

آمِیْن بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیّٖن صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ واٰلِهٖ وَسَلَّمَ .

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره مدني مذاکره

اے عاشقانِ رَسُول! په زړه کښې د عشقِ رسول زياتولو، د نيک لمونځ ګزاره جوړيدو او د ايمان د حفاظت ذِهن موندلو د پاره د دعوتِ اسلامي د ديني ماحول لمن اونيسئ! او د دعوتِ اسلامي په ديني کارونو کښې هم ښه پوره برخه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د نيکو کولو او د ګناهونو نه د بچ کيدو ذِهن به مو نصيب شي۔ د ذيلي حلقې په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار هفته واره مدني مذاکره هم ده۔

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د هر خالي په ورځ د شپې د ماسخوتن د لمانځه نه پس په مدني چينل باندې نيغ په نيغه (Live) مدني مذاکره کوي يعني د ټولې دنيا نه د عاشقانِ رسول د پوښتلے شوؤ سوالونو د عِلم او حِکمت نه ډک جوابونه ارشاد فرمائي۔ په دې مدني مذاکرو کښې شرکت کوونکو عاشقانِ رسول ته څنګه څنګه برکتونه حاصليږي، راځئ! د ترغيب د پاره د مدني مذاکرې يو مدني سپرلے اورو:

د عِلم او حکمت نه ډکه مدني مذاکره

د واه کينټ (ضلع پنډئ) د يو ځلمي بيان دے: لمونځونه قضا کول، فلمونه کتل، شيطان خوشحالول او سندرې


 

 



[1]...نماز کے احکام ، صفحہ:247-248۔