Book Name:Mosam Sarma Ki Barkat

ميلاويدل، د دوئي عزت به ئې کولو۔ د دې تجارتي سفرو کولو په برکت سره د قريشو ورځې بدلې شوې، د دوئي معاشي حالات ښه کيدل شروع شول او په ډيره لږه موده کښې دا خلق مالداره شول۔ ([1])

يقيناً دا د الله پاک ډير لوئي کرم وو، دا خلق وَږي وو، رَبِّ کائنات په دوئي باندې د رِزق دروازې برسيره کړلې، دا بے سر او سامان وو، الله پاک د دوئي د پاره د تجارت لارې هوارې کړلې۔ نو کله چې د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نبوت اعلان اوفرمائيلو نو الله پاک قريشو ته خپل دغه انعام ياد کړلو، ارشاد اوشو:

لِاِیۡلٰفِ قُرَیۡشٍ ۙ(۱) اٖلٰفِہِمۡ  رِحۡلَۃَ  الشِّتَآءِ  وَ الصَّیۡفِ ۚ(۲) فَلۡیَعۡبُدُوۡا  رَبَّ ھٰذَا الۡبَیۡتِ ۙ(۳(پارہ:30 ،سورۂ قریش:1 تا 3)

ترجَمۀ کنزُ الايمان: قريشو ته د ترغيب ورکولو په وجه، هغوئي ته د ژمي او اُوړي دواړو د سفر د ترغيب ورکولو په وجه، نو هغوئي له د دې کور د رَبّ عبادت کول پکار دي۔

يعني قريش وږي وو، الله پاک هغوئي له رزق ورکړلو، دوئي بے سر او سامان وو، الله پاک د دوئي د پاره تجارت آسان کړلو، د دوئي په زړونو کښې ئې د تجارت رغبت واچولو، اوس دوئي له پکار دي چې د دې نعمتونو شُکر ادا کړي، کُفر پريږدي، د شِرک نه توبه کړي او د کعبې شريفې د رَبّ يعني د يو اللہ وَحْدَہٗ لَاشِریک عبادت اوکړي۔

بنادے مجھے نیک نیکوں کا صَدقہ                        گناہوں سے ہردم بچا یاالٰہی!

مِرا ہر عمل بس ترے واسطے ہو                          کر اِخلاص ایسا عطا یاالٰہی!

عبادت میں گزرے مری زندگانی                       کرم ہو کرم یاخدا یاالٰہی!

د اُوړي او د ژمي بيل بيل نعمتونه

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږ چې غور اوکړو! الله پاک مونږ ته هم د اُوړي او ژمي بيل بيل نعمتونه عطا کړي دي، د ژمي تجارت بيل دے، د اُوړي تجارت بيل دے، اوس چې لکه څنګه ژمے راغلے دے، بازار ته چې لاړ شئ: ځائے په ځائے به درته د ګرمو جامو (جرسئ، سويټرو، شالونو وغيره) دکانونه په نظر راځي، چا به ډيرے لګولے وي او ولاړ به وي، چرته به د وَچو ميوؤ دکانونه وي، چرته به د ژمي [شنې] ميوې خرڅيږي، داسې په اُوړي کښې د اُوړي والا جامې، د اُوړي ګلونه، سبزيانې وغيره خرڅيږي۔


 

 



[1]... تفسیر در منثور،پارہ:30 ،سورۂ قریش،زیرِ آیت:1 تا 3 ،جلد:8 ،صفحہ:634 تا 635 ملخصًا۔