Book Name:Mosam Sarma Ki Barkat
باجې وغيره اوريدل او مست اوسيدل زما معمول وو، آه! زه په سُنَّتو باندې د عمل کولو نه محرومه ووم، زما د ګناهونو نه په ډک ژوند کښې رنړا داسې راغله چې يوه ورځ د دعوتِ اسلامي د يو مبلغ سره زما ملاقات اوشو، هغه زه پوهه کړم او زما ئې د اجتماعي سُنَّت اعتکاف ذِهن جوړ کړو، د هغه په ښکلي انداز کښې راکړے شوي د نيکئ دعوت زما په زړه باندې ډير زيات اثر اوکړو او زه په اجتماعي اعتکاف کښې شريک شوم، اوس زما ورځې شپې په عبادت کښې تيريدلې، ښکلو بيانونو او د ژړا نه ډَکو دُعاګانو زما د زړه دنيا بدله کړله، په کرم باندې نور کرم دا چې په اجتماعي اعتکاف کښې د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه نه د مدني مذاکرې اوريدو سعادت ميلاؤ شو، د هغوئي د اثر نه د ډکو ارشاداتو نه زه دومره متاثره شوم چې ما فوراً د خپلو تيرو ګناهونو نه توبه کړله او د لمونځونو د پابندئ اراده مې اوکړه، د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه په ترغيب راکولو باندې زه د اختر په شپه کور ته د تللو په ځائے د الله پاک د لارې مسافر جوړ شوم چرته چې د عِلمِ دين د ملغلرو نه د لمن ډَکولو موقع ميلاؤ شوه او د سُنَّتو زده کولو سره سره په دې باندې د عمل کولو جذبه هم په زړه کښې په موجونو شوه۔
مدنی مذاکرہ ہے شریعت کا خزینہ اَخْلاق کا، تہذیب کا، طریقت کا خزینہ
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د دعوتِ اسلامي آئي ټي ډيپارټمنټ يو ماهنامه فيضانِ مدينه ايپلي کيشن معارفي کړے دے، په دې ايپلي کيشن کښې دا بهترين آپشنز (Options) موجود دي: * د مخکښينو ټولو ماهنامه فيضانِ مدينه PDF * د ټولو ماهنامو مضامين (آرټيکلز) په ليکلي شکل کښې موجود دي، کوم چې د کاپي کولو سره شيئر (Share) کيدے هم شي * سرچ آپشن (Search option) په کوم کښې چې په ټولو ماهنامو کښې د سرچ کولو سره هر يو څيز لټولے شې * ټول مضامين د موضوعاتو په اعتبار سره ترتيب کړے شوي دي، د سمارټ فون استعمالوونکي صارفين دې د خپل پلے سټور (Play Store) نه دا ايپلي کيشن ډاؤن لوډ (Download)کړي او پخپله دې ترې هم فائده واخلي او نورو اسلامي ورونړو ته دې هم د دې ترغيب ورکړي۔
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! بيان د ختمولو په لور بوځم او د سُنّت د فضيلت او د ژوند د ځينو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ د رِسالت تاجدار، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا