Book Name:Mosam Sarma Ki Barkat

بهر حال! په ژمي او اُوړي کښې د دوزخ ياد دے۔ د بُخاري شريف په حديث نمبر 537 او 538 کښې دي: دوزخ خپل رَبّ ته شکايت اوکړو چې زما بعضې حِصو (Parts) بعضې اوخوړلې، نو ده ته 2 ځله د ساه اخستو اجازت ورکړے شو، يوه په يخنئ کښې او بله په ګرمئ کښې۔ دا هغه ډيره ګرمي او ډيره يخني ده کومه چې تاسو محسوسوئ او د بُخاري شريف په يو بَل روايت کښې داسې دي چې کومه ډيره ګرمي تاسو بيامومئ دا د دوزخ د ګرمې ساه نه ده او کومه ډيره يخني چې تاسو بيامومئ دا د هغه د يخې ساه نه ده۔([1])

  د قرآنِ کريم مشهور مفسرِ، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک لاندې فرمائي: دوزخ چې کله بره ساه اخلي نو په دنيا کښې عام طور د يخنئ زور وي او چې کله ښکته ساه پريږدي نو عام طور ګرمي زياتيږي۔ ([2])

د ژمي برکتونه

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! ژمے (يعني د يخنئ موسم) ډير برکت والا دے۔ په دې موسم کښې ډير زيات برکتونه نازِل شوي دي: مثلاً * د الله پاک په نبي حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام  باندې وړومبئ وحي په ژمي کښې نازله شوله: ډير سخت ژمے وو، حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د خپلې کور ودانې سره د مدين نه د مِصر په لور روان وو، په لاره کښې شپه شوه، يخني زياته شوه، حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام  د اور په ذريعه د توديدلو  اراده اوفرمائيله، چې اوئې کتل نو هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام ته لرې په يو ځائے کښي بَل شوے اور په نظر راغلے، هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام  د اور راخستلو د پاره هلته لاړلے نو معلومه شوه چې هغه اور نه وو بلکه په يوه وَنه باندې د الله پاک تجلي ظاهريږي۔

سُبْحٰنَ اللہ! حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د اور راخستلو د پاره تلے وو خو د الله پاک سره د کلام کولو شرف ئې حاصِل کړلو او واپس راغلے * دغه شان دالله پاک نبي حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام هم په ژمي کښې دنيا ته تشريف راوړلو * د قرآنِ پاک ډير زيات آيتونه هم په ژمي کښې نازِل شوي دي، داسې آيتونو ته شِتَائي (يعني په ژمي کښې نازِل شوي آيتونه) وئيلے شي مثلاً * د سورۀ نُور 10 (يا د يو روايت مطابق 17) آيتونه، په کومو کښې چې د


 

 



[1]... بخاری،کتاب :مواقیت الصلاۃ،باب:الابراد بالظہر ،صفحہ:202 ،حدیث:537-538ملتقطاً۔

[2]... مِرآۃ المناجیح،جلد: ،صفحہ: 380۔