Book Name:Mosam Sarma Ki Barkat
لکه څنګه چې زمونږه ماشومان خوښووي او غوښتنه هم کوي چې په ژمي کښې مونږ ته وَچه ميوه (Dry Fruit) پکار ده، کله د مهيانو [کبانو] فرمائش کيږي، کله د ويشيدلو انډو د خوړلو وئيلے کيږي، هم دغه شان د غريبانانو د بچو زړه به هم غواړي چې هغوئي هم دا څيزونه اوخوري، خو کيدے شي چې ډير زيات بے وَسه ماشومان د غريبئ په وجه په زړه کښې دا آرمان ساتي او ژمے تيروي۔ رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: څوک چې د خپل ورور حاجت پوره کړي الله پاک د هغه حاجت پوره کوي۔ ([1])
ہمیشہ ہاتھ بھلائی کے واسِطے اٹّھیں بچانا ظُلم و سِتم سے مجھے سَدا یارَبّ!
رَہیں بھلائی کی راہوں میں گامزَن ہر دَم کریں نہ رُخ مِرے پاؤں گناہ کا یارَبّ!([2])
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د والد صاحب حضرت عبدُ الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ قرباني
د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم والد صاحب حضرت عبدُ الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د بدن جامې صدقه کړې! ژمے وو، د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم والد صاحب حضرت عبدُ الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کمبل اچولے وو او بازار ته ئې تشريف راوړلو، يو فقير د چا سره چې ګرمې جامې نه وې، هغه عرض اوکړو: دا کمبل ما له راکړئ! چې لمر راوخيژي واپس به ئې درکړم۔ هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کمبل هغه له ورکړلو او اوئې فرمائيل: دا د الله پاک د رضا د پاره درکووم، واپس کوه ئې مه، بيا هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د تهبند نه علاوه د بدن ټولې جامې ويستلې او هغه له ئې ورکړلې او اوئې فرمائيل: کمبل تا غوښتے وو، دا زه په خپله خوښه درکووم۔ ([3])
د حضرت بِشر حافِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مبارک انداز
د حضرت بِشر حافِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اوليائے کرامو په صَف کښې ډير لوئي نوم دے، يو ځل ژمے وو، حضرت بِشر حافِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په يو ځائے کښې ناست وو او د يخنئ نه ړچيدلو او د ژمي ګرمې جامې ئې هم د ځان سره ايښودې وې، چا عرض اوکړو: عالي جاه! يخني هم ده، تاسو د يخنئ نه ړچيږئ هم، ګرمې جامې هم شته نو تاسو دا جامې ولې نه