Book Name:Mosam Sarma Ki Barkat

بچ کيدو وجه ده۔ ([1])  (2): د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: زما په جُمات کښې يو لمونځ کول د 10 زرو لمونځونو برابر دے او په مسجدِ حرام کښې لمونځ کول د يو لاکھ لمونځونو برابر دے او د دې ټولو نه د زيات فضيلت لرلو والا لمونځ د بنده هغه 2 رکعتونه دي کوم چې بنده د شپې په مينځئ حصه کښې د الله پاک د رضا د پاره ادا کوي۔ ([2]) (3): صحابئ رسول حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض اوکړو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د هغه څيز په باره کښې اووائيئ په کوم باندې چې د عمل کولو سره زه جنّت بياموم، اوئې فرمائيل: خوراک اوخوروه، سلام خور کړه او صِله رحمي اوکړه او د شپې چې کله خلق اوده وي نو (نفلي) لمونځ کوه، ته به په سلامتيا سره جنّت ته داخل شې۔ ([3])

مختصر سی زندگی ہے بھائیو!                                  نیکیاں  کیجے ، نہ  غفلت  کیجئے

ايمان تازه کوونکے آرمان

د الله پاک د وَلي حضرت عامر بن عبد القيس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه انتقال په ژړا ژړا په دې لفظونو سره اوشو: زه د مرګ په ويره يا د دُنيا په محبت کښې نه ژاړم، بلکه زه په دې خيال سره ژاړم چې زه اوس وفات کيږم اوس به د اُوړي په روژو کښې د ماسپخين تنده او د ژمي په اوږدو شپو کښې قيام الليل (د شپې د عبادتونو) مزه ماته کله او څنګه نصيب کيږي؟ ([4])

اے عاشقانِ رَسُول! په ژمي کښې خاص طور د سحر او ماسخوتن لمونځ په نفسِ اماره باندې ډير ګران وي او افضل عمل هغه دے په کوم کښې چې خواري ډيره وي۔ حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: افضل عمل هغه دے په کوم باندې چې نفس مجبور کړے شي۔ ([5]) حضرت صَفوان بن سُليم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به په اُوړي کښې د کور دننه


 

 



[1]...ترمذی، کتاب الدعوات، باب فی دعاء النبی، صفحہ:812،حدیث:3549۔

[2]...الترغیب والترہیب، کتاب النوافل، الترغیب فی قیام اللیل، صفحہ:208، حدیث:22۔

[3]...مسند امام احمد، جلد:4، صفحہ:209، حدیث:8152۔

[4]... احیاء العلوم،کتاب :ذکر الموت و ما بعدہ ،باب:الخامس،جلد:4،صفحہ:583۔

[5]... ذم الھوی ، الباب: الثالث ،صفحہ:45۔