Book Name:Mosam Sarma Ki Barkat

اچوئ؟ د حضرت بِشر حافِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ايمان نه ډک جواب واورئ! اوئې فرمائيل: اے وروره! په دنيا کښې غريبانان ډير زيات دي، زما سره دومره مال نشته چې زه په ټولو کښې جامې تقسيم کړم، چونکه زه ټولو ته د ګرمو جامو اغوستلو سره د هغوئي خواه خوږي نشم کولے نو د خپلو ګرمو جامو ويستلو سره، د يخنئ محسوسولو سره د غريبانانو سره د يو والي اظهار کووم۔([1])

غريبانانو له به ئې توليانې ورکولې

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به تر لرې لرې پورې د حاجت مندو حاجتونه پوره کول، د ژمې په شروع کيدو په خلقو کښې توليانې تقسيمول د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه معمول وو په دې لړ کښې يوه واقعه واورئ: په ژمي کښې يو ځل د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورور جان حضرت مولانا محمد رضا خان صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې يو څادر وړاندې کړو د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه معمول وو چې په ژمي کښې به ئې توليانې تيارولې او په غريبانانو کښې به ئې تقسيمولې هغه وخت ټولې توليانې تقسيم کړے شوې وې چې يو صاحب اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د تولئ خواست اوکړو نو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل کشر ورور والا هغه څادر کوم چې هغوئي اچولے وو لرې کړو او هغه له ئې ورکړو۔

د جناب ذکاء الله خان صاحب (د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خادم) بيان دے چې ژمے وو د ماښام د لمانځه نه پس اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د معمول مطابق دروازې ته تشريف راوړلو او ټول خلق ئې رُخصتول د خادم ليدلو سره ئې اوفرمائيل: ستا سره تولئ نشته؟ زه خاموشه پاتې شو هغه وخت اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تولئ اچولې وه هغه ئې خادم له ورکړله او اوئې فرمائيل چې دا واغونده خادم د لاسونو ښکلولو سعادت حاصل کړو او د فرمان مبارک پوره کولو سره ئې تولئ واچوله۔ ([2])

په پيشو باندې رحم کول ئې پکار راغلل

لکه څنګه چې مونږه خپل ځان په ژمي يا اُوړي کښې د يخنئ يا ګرمئ نه د بچ کولو کوشش کوؤ، څومره ښه به وي! چې داسې د خپل ګير چاپيره اوسيدونکو غريبانانو ګاؤنډيانو، خپلو خپلوانو په ډيره يخنئ کښې خيال


 

 



[1]...مرقاۃالمفاتیح، کتاب صوم، جلد:4، صفحہ:385۔

[2]... فیضان رضاص175،176۔