Book Name:Mosam Sarma Ki Barkat
ستمبر پورې لمر په شمالي [قطبي] دنيا کښې وي او د 23 ستمبر نه د 21 مارچ پورې لمر په جنوبي [سويلي] دنيا کښې وي، لمر چې کله په شمال کښې وي نو په شمالي دنيا (د پاکستان سره سره) د پاره به اُوړے وي او د جنوبي دنيا والوؤ د پاره به ژمے وي، دغه شان لمر چې کله په جنوب کښې وي نو په شمالي دنيا (د پاکستان سره سره) والوؤ د پاره به ژمے وي او د جنوبي دنيا والوؤ د پاره به اُوړے وي۔([1])
څومره عظيم دے هغه رَبّ۔۔۔!! چې زمکه هغه، لمر هغه، د لمر تاؤ هغه، کيمياوي مادې هم هغه، الله پاک صِرف د لمر د راختلو او پريوتلو ځيونه بدل کړي او موسم بدلوي۔ بس اے پيريانو۔۔۔!! اے انسانانو۔۔۔!!
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّکُمَا تُکَذِّبٰنِ (۱۸) (پارہ:27،سورۂ رحمٰن: 18)
ترجَمۀ کنزُ الايمان: نو تاسو دواړه به د خپل رَبّ کوم کوم نعمت دروغ ګنړئ۔
ہر شے سے ہیں عیاں مِرے صانع کی صنعتیں عالَم سب آئنوں میں ہے آئینہ ساز کا
اَفلاک و اَرض سب ترے فرماں پذیر ہیں حاکم ہے تُو جہاں کے نَشیب و فَراز کا
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! که چرې مونږه غور اوکړو نو چې کله ژمے راځي نو د ځان سره د عبرت او نصيحت لوئي سامان هم راوړي۔
(1): په ژمي کښې ګرمې جامې د الله پاک نعمت دے
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په ژمي کښې مونږه ګرمې جامې (جرسيانې، سويټرې، شالونه وغيره) اغوندو، دا هم د الله پاک ډير لوئي نعمت دے۔ په 14 سيپاره، سورۀ نحل، آيت: 81 کښې الله پاک فرمائي:
وَّ جَعَلَ لَکُمۡ سَرَابِیۡلَ تَقِیۡکُمُ الۡحَرَّ وَ سَرَابِیۡلَ تَقِیۡکُمۡ بَاۡسَکُمۡ ؕ کَذٰلِکَ یُتِمُّ نِعۡمَتَہٗ عَلَیۡکُمۡ لَعَلَّکُمۡ تُسۡلِمُوۡنَ (۸۱)
(پارہ:14،سورۂ نحل:81)
ترجمۀ کنز العرفان: او ستاسو د پاره مو د اغوستو څه جامې جوړې کړې کومې چې تاسو د ګرمئ نه بچ کوي او څه جامې مو جوړې کړې کومې چې د جګړې په وخت ستاسو حفاظت کوي۔ الله دغه شان په تاسو باندې خپل نعمت پوره کوي د پاره د دې چې تاسو اسلام راوړئ۔