Book Name:Mosam Sarma Ki Barkat
وي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! ژمي تشريف راوړلے دے: ښه نفلي روژې اونيسئ! د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د ژمي روژې يخ غنيمت دے۔ ([1])
د نفلي روژو په فضيلتونو باندې 3 حديثونه
(1): په حديثِ پاک کښې دي: چا چې د ثواب په اُميد سره يوه نفلي روژه اونيوله، الله پاک به هغه د دوزخ نه د 40 کالو (د مزل برابر) لرې کړي۔ ([2]) (2): د معجمِ کبير په روايت کښې دي: چا چې يوه نفلي روژه اونيوله، د هغه د پاره به په جنّت کښې يوه وَنه نالولے شي د کومې ميوه چې به د انار نه وړه او د منړې نه غټه وي، هغه به د شاتو په شان خوږه او ښکلې ذائقې والا وي، الله پاک به د قيامت په ورځ په روژه نيوونکي د دغې وَنې ميوه خوري۔ ([3]) (3): حضرت ابو اُمامه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: ما عرض اوکړو: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ماته داسې عمل اوښائيئ د کوم په وجه چې جنّت ته لاړ شم۔ اوئې فرمائيل: روژه په ځان باندې لازم کړه ځکه چې د دې په مثل بل هيڅ عمل نشته۔ ([4])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په ژمي کښې شپې اوږدې وي، د دې نه هم فائده اخستل پکار ده، حضرت عُبيد بن عمير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: کله چې ژمے راځي نو قرآن والوؤ ته وئيلے شي ستاسو د لمونځ د پاره شپه اوږده شوه (ځکه د شپې پاڅئ او ښه ډير تلاوت کوئ!)۔ ([5])
(1): خوږ آقا، د مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د شپې قيام په ځان باندې لازم کړئ ځکه چې دا ستاسو نه مخکښې د صالحانو طريقه او ستاسو رَبّ ته د نزدې کيدو ذريعه ده او د ګناهونو ختمولو او د ګناهونو نه د
[1]... ترمذی،کتاب:الصوم،باب :ما جاء فی الصوم فی الشتاء،صفحہ:219،حدیث:797۔
[2]...جمع الجوامع، جلد:7، صفحہ:190، حدیث:22251۔
[3]...معجم کبیر، جلد:18، صفحہ:366، حدیث:935۔
[4]... صحیح ابن حبان،جلد:5،صفحہ:179،حدیث:3416۔
[5]... مصنف ابن ابی شیبہ ،کتاب:الصیام،باب :ما قالوا فی الصوم فی الشتاء،جلد:2 ،صفحہ:511 ،حدیث:3۔