Book Name:Mosam Sarma Ki Barkat
چې زما د سُنّت سره محبت اوکړو هغوئي زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغوئي به په جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک: د قيامت په ورځ به تاسو په خپلو او ستاسو د پلارانو په نومونو رابللے شي ځکه خپل ښه نومونه کيږدئ۔ ([2])
اے عاشقانِ رَسُول! مفتي امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د ماشوم دې ښه نوم کيښودے شي د ډيرو خلقو داسې نومونه دي د کومو چې څه معنې نشته يا د هغې بدې معنې دي د داسې نومونو کيښودو نه ډډه اوکړئ * د انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام او د صحابۀ کرامو او تابعينو عَليهمُ الرّضوَان په نومونو باندې نومونه کيښودل بهتره خبره ده، طمع ده چې د هغوئي برکت به په ماشوم کښې کيښودے شي * که ماشوم ژوندے پيدا شي او که مړ د هغه بدن پوره وي او که نه، بهر حال د هغه نوم دې کيښودے شي * په حديثِ پاک کښې دي: د کَچه ماشوم نوم کيږدئ چې الله پاک به د ده په ذريعه باندې ستاسو د عمل تَله درَنه کړي * جبريل يا ميکائيل وغيره نوم مه ږدئ * يِاسين يا طٰهٰ نوم کيښودل منع دي * محمد ياسين نوم هم مه ږدئ، آؤ که چرې اوغواړئ نو غُلام ياسين او غلام طٰهٰ نوم کيږدئ * کوم نومونه چې غلط وي هغه بدلول پکار دي او ښه نوم کيښودل پکار دي ځکه چې د خپل اُمَّت سره محبت کوونکي خوږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به غلط نومونه په ښه نومونو باندې بدلول۔ د يوې زنانه نوم عاصِيَه (يعني ګنهګاره) وو، رسولِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغې نوم بدل کړو او جميله ئې کيښودو * داسې نومونه کيښودل جائز نه دي کوم چې د غير مسلمو د پاره خاص وي * غُلامِ رسول، غُلامِ صديق، غُلامِ حسين، غُلامِ غوث، غُلامِ رضا نوم کيښودل جائز دي۔ ([3])