Book Name:Mosam Sarma Ki Barkat

د هيټر په استعمالولو کښې احتياط کوئ!

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه فرمائي: که چرې هيټر لګوئ نو زما مشوره دا ده چې کمره ګرمه شي نو د اوده کيدو نه مخکښې هيټر ضرور بند کړئ ځکه چې کله کمره ګرمه شي نو اوس د دې د لګيدو ضرورت نشته او د دې په نه بندولو کښې خطره هم ده۔ بعضې خلق هيټر اولګوي او کمره بنده کړي او اوده شي دا د يوې خطرې والا کار دے ځکه چې بعضې وخت ګيس ليک کيږي او د نه معلوميدو په شکل کښې پيښه رامخې ته کيدے شي۔ په اخبارونو کښې ډير داسې خبرونه چاپ کيږي چې د هيټر نه د ګيس ليک کيدو په وجه دهماکه اوشوه او دومره خلق مړه شول۔ دا احتياط صرف د ګيس والا هيټر د پاره نه دے بلکه که چرې د بجلئ والا هيټر وي نو په دې کښې هم د اور لګيدو خطره وي ځکه دا بند کړئ او بيا اوده شئ۔ ([1])

د صحت د پاره د خطرې جوړيدونکو خوږو ترخو ګولو او ټافيانو وغيره په ځائے په خپلو بچو باندې د هغوئي د عمر په لحاظ سره په مناسب مقدار کښې يا د ډاکټر د مشورې مطابق [شنه] ميوه او وَچه ميوه خورئ او تاسو پخپله هم د الله پاک د درکړے شوؤ نعمتونو نه فائده اخلئ۔ الله پاک دې مونږه په هر موسم کښې، هر حال کښې د هغه د شُکر ادا کولو توفيق راکړي۔ آمِیْن بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیّٖن صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ واٰلِهٖ وَسَلَّمَ .

په ژمي کښې د څادر اچولو احتياطونه

اے عاشقانِ رَسُول! په ژمي کښې په لمونځ کښې د څادر د اچولو يو څو احتياطونه دا دي: * په لمونځ کښې په سر يا په اوګو باندې داسې څادر يا رومال وغيره اچول چې دواړه ګوټونه ئې زوړند وي مکروه تحريمي دي * آؤ! که چرې يو ګوټ په بَله يوه اوګه باندې واچولے شو او بَل زوړند وي نو باک پکښې نشته * نن سبا بعضې


 

 



[1]... سردی سے بچنے کے طریقے،صفحہ:3۔