Book Name:Mosam Sarma Ki Barkat
بيا غور اوکړئ! دا ګرمې جامې مونږه څنګه حاصلوو؟ يا خو د څرمنې نه جوړيږي يا د وَړَئ نه۔ دا وَړَئ او څرمن د کوم ځائے نه راځي؟ د ميخو، چيلو [بيزو] او ګَډو وغيره ځناورو نه حاصليږي۔ الله پاک فرمائي:
وَ الۡاَنۡعَامَ خَلَقَہَا ۚ لَکُمۡ فِیۡہَا دِفۡءٌ وَّ مَنَافِعُ وَ مِنۡہَا تَاۡکُلُوۡنَ (۵) (پارہ:14،سورۂ نحل:5)
ترجَمۀ کنزُ العرفان: او هغه ځناور پيدا کړل، په هغې کښې ستاسو د پاره ګرمې جامې او ډيرې فائدې دي او د هغې نه تاسو (خوراک هم) خورئ۔
هغه څومره عظيم رَبّ دے، چا چې د دنيا ټول مخلوقات د اَشرَفُ المَخلوقات په فائده کښې لګيا کړي دي۔ دا هم زمونږه د رَبِّ کريم څومره عظيم نعمتونه دي۔۔۔!!
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّکُمَا تُکَذِّبٰنِ (۱۸) (پارہ:27،سورۂ رحمٰن: 18)
ترجَمۀ کنزُ الايمان: نو تاسو دواړه به د خپل رَبّ کوم کوم نعمت دروغ ګنړئ۔
مونږه په ژمي کښې د توديدو د پاره اور بلوو، دا هم د الله پاک يو نعمت دے۔ رَبِّ کريم ارشاد فرمائي:
اَفَرَءَیۡتُمُ النَّارَ الَّتِیۡ تُوۡرُوۡنَ (ؕ۷۱) ءَاَنۡتُمۡ اَنۡشَاۡتُمۡ شَجَرَتَہَاۤ اَمۡ نَحۡنُ الۡمُنۡشِـُٔوۡنَ (۷۲) نَحۡنُ جَعَلۡنٰہَا تَذۡکِرَۃً وَّ مَتَاعًا لِّلۡمُقۡوِیۡنَ (ۚ۷۳)
(پارہ:27 ،سورۂ واقعه:71 تا 73(
ترجمۀ کنزُ العرفان: نو اووائيئ نو هغه اور کوم چې تاسو بلوئ۔ آيا تاسو د هغې وَنه پيدا کړه يا هم مونږه ئې پيدا کولو والا يو؟ مونږه هغه يادګاره جوړه کړله او په ځنګل کښې مو د سفر کولو د پاره نفع جوړه کړله۔
پاک دے هغه رَبّ کوم چې په وَنو کښې زمونږ د پاره د اور بلولو خشاک پيدا کړو، نن سبا خو د الله پاک په کرم سره د خشاک حاصلولو د پاره نورې هم ډيرې ذريعې دريافت کړے شوې دي، کوئله، ګيس، تيل: د دې په ذريعه مونږه په آسانئ سره اور بلولوو او خپل ضرورتونه پوره کوو۔ دا د الله پاک څومره عظيم نعمتونه دي۔
د ګرمو اوبو په باره کښې به هم پوښتنه کولے شي
اے عاشقانِ رَسُول! دا ټول د الله پاک نعمتونه دي کوم چې په ژمي کښې زمونږ نصيب کيږي۔ د قيامت په ورځ به د