Book Name:Mosam Sarma Ki Barkat

دُعا اوکړله: اَللّٰهُمَّ اكْفِهِ الْحَرَّ وَالْبَرْدَ يا رَبَّه! علي د ګرمئ او د يخنئ نه محفوظ کړې۔ بس! د هغې ورځې نه، نه زما يخني کيږي، او نه مې ګرمي کيږي۔ ([1])

اِجابت  کا سہرا   عِنایت   کا    جوڑا                                      دُلہن  بن  کے نِکلی  دُعائے   مُحَمَّد

اجابت نے جُھک کر گلے  سے   لگایا                               بڑھی   ناز   سے   جب   دُعائے    مُحَمَّد([2])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

يو موسم هم بد نه وي

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! که ژمے وي او که اُوړے، خزان وي او که سپرلے، ټول موسمونه الله پاک پيدا کړي دي، ټول ښه دي، د هر موسم خپلې خپلې فائدې دي۔ دا هم د الله پاک کمال حکمت دے چې هغه د موسمونو تقسيم کيښودے دے، ګنې نو زمونږ په شان کمزوري انسانان خو به په سخته کښې ګير شوي وو، اوس اوګورئ! يو څو مياشتې پرله پسې يخني وي نو مونږه د يخنئ نه بيزاره شو، بيا چې کله اُوړے شي نو مونږه د ګرمئ نه هم ډير زر ويريږو او د ژمي انتظار شروع کړو۔ که چرې ټول عمر يو شان موسم وے نو مونږه به څه کول۔۔۔؟ که چرې ټول عمر ژمے وے نو ټول کال به د ګرمو جامو، هيټرو، اور وغيره ترکيب جوړول وو، که چرې ټول کال اُوړے وے نو د دې نه د بچ کيدو انتظام مثلاً: اے سي، يخه هوا، کهلاؤ فضا وغيره انتظام به کول وو، الله پاک کرم اوفرمائيلو: 4 موسمونه ئې پيدا کړل، کله اُوړے راځي، کله ژمے، کله خزان نو کله سپرلے، په دې کښې يقيناً زمونږ د پاره ډيرې زياتې فائدې موجودې دي، ځکه يو موسم ته هم کله هم بد نه دي وئيل پکار، ژمي او اُوړي ته بد وئيل ډيره بده خبره ده، د يو موسم ګيله شکوه کوونکے يو قِسم له د موسم پيدا کولو والا الله پاک شکايت کوي۔ د بُخاري شريف په حديث نمبر: 6181، کښې الله پاک ارشاد فرمائي: انسان زمانې ته کنځلې کوي حالانکه زمانه (جوړولو والا) خو زه يم او د دې ورځې، شپې هم زما په قبضۀ قدرت کښې دي۔ ([3]) په صحيح


 

 



[1]... مصنف ابن ابی شیبہ ،کتاب :الفضائل،فضائل علی ابن ابی طالب ،جلد:7 ،صفحہ:497،حدیث:17۔

[2]... حدائق بخشش،صفحہ: 66 ملتقطًا۔

[3]... بخاری،کتاب:الادب،باب:لا تسبوا الدہر،صفحہ:1532 ،حدیث:6181۔