Book Name:Mosam Sarma Ki Barkat
دې په باره کښې پوښتنه کولے شي۔ د الله پاک ارشاد دے:
ثُمَّ لَتُسۡـَٔلُنَّ یَوۡمَئِذٍ عَنِ النَّعِیۡمِ (۸) (پارہ:30 ،سورۂ تکاثر:8)
ترجَمۀ کنزُ العرفان: بيا به بے شکه ضرور په هغه ورځ ستاسو نه د نعمتونو په باره کښې پوښتنه کولے شي۔
ترجَمۀ کنزُ العرفان: بيا به بے شکه ضرور په هغه ورځ ستاسو نه د نعمتونو په باره کښې پوښتنه کولے شي۔
علمائے کرام فرمائي: په يخنئ کښې چې مونږه کومې ګرمې اوبه استعمالوو، دا هم د الله پاک نعمت دے، د قيامت په ورځ به د دې په باره کښې هم پوښتنه کولے شي۔ ([1])
په مونږه باندې لازم ده چې مونږه د الله پاک د راکړے شوو نعمتونو شکر ادا کړو، او د الله پاک ښه عبادت کوو۔
میں بے کار باتوں سے بچ کے ہمیشہ کروں تیری حمد و ثنا یاالٰہی!([2])
(2): د شپې قيام او د ورځې روژه
په يو بَل ځائے کښې خوږ آقا، د مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: ژمے د مومن د پاره د سپرلي موسم دے چې په دې کښې ورځې لنډې وي نو مومن په دې کښې روژې نيسي او د دې شپې اوږدې وي نو هغوئي په دې کښې قيام (يعني نفلونه وغيره) کوي۔ ([3])
جنّتي صحابي، حضرت عبدُ الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به د ژمي په راتلو باندې فرمائيل: ژمي ته هر کلے، په دې کښې د الله پاک رحمتونه نازليږي چې د شپې ويخې تيروونکو د پاره د دې شپې اوږدې او د روژې نيوونکو د پاره ورځې لنډې وي۔ ([4])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! ژمے د مؤمن د سپرلي موسم دے، د دې ورځې لنډې دي: ځکه روژې نيول آسان کار