Book Name:Mosam Sarma Ki Barkat

قريشِ مکه ته د عِبَادت کولو حکم

په 30 سيپاره: سورۀ قريش، آيت: 1 نه تر 3 پورې الله پاک فرمائي:

لِاِیۡلٰفِ قُرَیۡشٍ ۙ(۱) اٖلٰفِہِمۡ  رِحۡلَۃَ  الشِّتَآءِ  وَ الصَّیۡفِ ۚ(۲) فَلۡیَعۡبُدُوۡا  رَبَّ ھٰذَا الۡبَیۡتِ ۙ(۳(پارہ:30 ،سورۂ قریش:1 تا 3)

ترجَمۀ کنزُ الايمان: قريشو ته د ترغيب ورکولو په وجه، هغوئي ته د ژمي او اُوړي دواړو د سفر د ترغيب ورکولو په وجه، نو هغوئي له د دې کور د رَبّ عبادت کول پکار دي۔

د قريشو قبيله ډيره فضيلت والا ده، ډيره برکت والا قبيله ده، زمونږه آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم د دې قبيلې نه دے، ځکه هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته قريشي وئيلے شي۔

د قريشو قبيله په مکه مکرمه کښې آباده وه، د دواړو جهانونو د رحمت، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دنيا ته د تشريف راوړلو نه مخکښې د قريشو معاشي حالات ډير کمزورے وو، د مکې مکرمې په زمکه کښې به هيڅ هم نه کيدل، ځکه د هغوئي د آمدن ذريعې ډيرې محدود وې، قريشو به ډير په سخته ژوند تيرولو، تر دې پورې چې کله به په هغوئي کښې د چا سره مال او اَسباب ختم شول نو هغوئي به د خپل اهل و عيال سره چرته بيديا ته تلل، هلته به ئې خيمه لګوله او د بال بچ سره به په خيمه کښې کښيناستل، د خوراک څښاک نه بغير چې څومره ورځې به دا خلق ژوندي پاتې کيدل، ساه ګانې به ئې اخستلې، بيا به ئې هم هلته، په هغه خيمه کښې د لوږې تندې د لاسه په ډير تکليف کښې د ژوند نه لاس وينځلو۔

آخِر په دوئي باندې کرم اوشو: د خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډَر نيکه بابا جان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه قريش راجمع کړل، د هغوئي د پاره ئې د معيشت اُصُول جوړ کړل، د نورو ملکونو د بادشاهانو سره ئې رابطې اوکړلې او د قريشو د پاره ئې د تجارت لارې هوارې کړلې، الله پاک د قريشو په زړونو کښې د تجارت رغبت پيدا کړلو، داسې به دا خلق په کال کښې 2 ځله، په اُوړي کښې د شام مُلک طرف ته او په ژمي کښې د يمن ملک طرف ته تجارتي قافلې بوتللې دوئي چې به چرته هم تلل، د کعبې شريفې د ګاؤنډتوب په برکت به خلق د دوئي سره په عزت سره