Book Name:Mosam Sarma Ki Barkat

مسلم حديث نمبر 2246 کښې د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: زمانې ته بد مه وائيئ ځکه چې هم الله پاک زمانه پيدا کړې ده۔ ([1])

سب کا پیدا کرنے والا، میرا مولا میرا مولا                      سب سے اَفضل سب سے اعلیٰ، میرا مولا میرا مولا

جَگ کا خالق سب کا مالک، وہ ہی باقی، باقی ہالِک           سچا مالک سچا آقا، میرا مولا میرا مولا

نن ډيره يخني ده۔۔۔!!

د يخنئ يا ګرمئ په زياتوالي کښې د لوستلو دعا هم شته، هم دغسې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان دے: کله چې ډيره ګرمي وي نو بنده وائي: لَآ اِلٰہَ اِلَّا اللہ نن ډيره ګرمي ده! اے الله پاکه! ما له د دوزخ د ګرمئ نه پناه راکړه، الله پاک دوزخ ته فرمائي: زما بنده زما سره ستا د ګرمئ نه پناه غواړي او زه تا ګواه جوړووم چې هغه له ما ستا د ګرمئ نه پناه ورکړله او کله چې ډيره يخني وي نو بنده وائي: لَآ اِلٰہَ اِلَّا اللہ نن څومره ډيره يخني ده! اے الله پاکه! ما د دوزخ د زَمهَرِير نه بچ کړې، الله پاک دوزخ ته وائي: زما بنده زما سره ستا د زَمهَرِير نه پناه غواړي او ما ستا د زَمهَرِير نه هغه له پناه ورکړله۔ صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان عرض اوکړو: د دوزخ زَمهَرِير څه دے؟ اوئې فرمائيل: هغه يوه کَنده ده کومې ته چې به کافِر غورځولے شي نو د ډيرې يخنئ نه به د هغه بدن ټوټې ټوټې شي۔ ([2])

په ژمي کښې د دوزخ ياد دے

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! ژمے راغلے دے، ژمے وي او که اُوړے يقيناً هر موسم خپل دننه د عِبرت او نصيحت مدني ګل راوړي۔ خاص طور ژمے او اُوړے مونږ ته دوزخ يادوي ځکه چې د دوزخ اور ډير ګرم دے، دغه شان د دوزخ يوه وادي [دَرَه] ده، کومې ته چې زَمهَرِير وئيلے شي، د دوزخ په دې وادئ کښې به د يخنئ عذاب وي، هلته به دومره سخته يخني وي چې څنګه څوک دې وادئ ته اوغورځولے شي، د يخنئ په وجه به د هغه بدن ټوټې ټوټې شي۔ الله پاک دې مونږه د دوزخ د اور او د هغه د يخنئ نه محفوظ کړي۔


 

 



[1]... مسلم،کتاب: ا لالفاظ من الادب، با ب: النہی عن سب الدھر، صفحہ:886،حدیث:2246۔

[2]... عمل الیوم و اللیلۃ الابن السُنّی،باب:ما يقول اذا كان يوم شديد الحرِ ،صفحہ:189 ، حدیث:306۔