Mosam Sarma Ki Barkat

Book Name:Mosam Sarma Ki Barkat

مسلمانانو د خوږې مور جانې حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها شان او عظمت، د هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْها عزت او پاکدامني بيان شوه، دا آيتونه په ژمي کښې نازِل شول ([1]) * غزوۀ اَحزاب، کوم ته چې غزوۀ خندق هم وئيلے شي، دا په سخت ژمي کښې راپيښ شو، ځکه امام جلال الدين سيوطي شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د غزوۀ اَحزاب په باره کښې چې څومره هم آيتونه دي، ټول په ژمي کښې نازِل شول ([2]) * داسې د سورۀ اَحزاب آيت: 9 هم په ژمي کښې نازِل شو، الله پاک فرمائي:

یٰۤاَیُّہَا الَّذِیۡنَ اٰمَنُوا اذۡکُرُوۡا نِعۡمَۃَ اللہِ عَلَیۡکُمۡ  اِذۡ جَآءَتۡکُمۡ جُنُوۡدٌ  فَاَرۡسَلۡنَا عَلَیۡہِمۡ رِیۡحًا وَّ جُنُوۡدًا لَّمۡ تَرَوۡھَا ؕ     وَ کَانَ اللّٰہُ بِمَا تَعۡمَلُوۡنَ بَصِیۡرًا ۚ(۹)  (پارہ:21 ،سورۂ احزاب:9)

ترجَمۀ کنزُ الايمان: اے ايمان والوؤ! د الله پاک احسان په ځان باندې ياد کړئ کله چې په تاسو باندې څه لښکر راغلے نو مونږه په هغوئي باندې زُول او هغه لښکر اوليږلو کوم چې تاسو ته په نظر رانغلے او الله ستاسو کارونه ويني۔

د غزوۀ اَحزاب په موقع باندې الله پاک زُول راوليږو، کوم چې د کافِرانو ډير نقصان اوکړو او په دې غزوه کښې فرښتې هم راکوزې شوې، په دې آيتِ کريمه کښې د دې نعمت يادولو او د دې د شُکر ادا کولو حکم شوے دے۔

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په ژمي کښې آيت نازل شو او په دې کښې مسلمانانو ته د الله پاک د نعمت يادولو او په دې باندې د شُکر ادا کولو حکم اوکړے شو۔ کاش! چې مونږه هم د الله پاک شُکر ادا کوونکي بنده ګان جوړ شو، که ژمے وي او که اُوړے، که خزان وي او که سپرلے، بَس د خپل رَبِّ کريم په حُضُور کښې سر ښکته کړو، ښه د زړه د اِخلاصه د الله پاک عبادت کوونکي جوړ شو۔

آمِیْن بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیّٖن صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ واٰلِهٖ وَسَلَّمَ .

دے شوقِ تلاوت دے ذَوقِ عبادت                                               رہوں  بَاوُضو  میں  سدا  یاالٰہی!([3])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد


 

 



[1]... بخاری،کتاب:المغازی،باب :حدیث الافک،صفحہ:1037 ،حدیث:4141۔

[2]... الاتقان،النوع الرابع :الصیفی و الشتائی،صفحہ:39۔

[3]... وسائلِ بخشش،صفحہ:102۔