Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab
کوله، ښه عيش به مې کولو)، نو دا په خپل نيت باندې دے او د دې دواړو (يعني د خراب مالداره او جاهله غريب) ګناه يو شان ده۔ ([1])
څومره د سبق نه ډک حديثِ پاک دے، که مونږه اميران يو که غريبانان، که مالداره يو او که فقيران، بهر حال عِلمِ دين مونږ له لازمي زده کول پکار دي، مال يو اور دے، څوک چې د دې په استعمالولو باندې پوهيږي، د هغه د پاره ګټه ور دے او څوک چې د دې په استعمال نه پوهيږي، هغه دا په هلاکت کښې غورځوي، دې د پاره مالداره، غريبانانو ټولو له پکار دي چې عِلمِ دين لازمي زده کړي۔ د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک د لاندې ډيره ښکلې دُعا ليکلې ده، فرمائي: الله پاک دې عثماني مال راکړي، د ابوجهلي مال نه مو دې بچ کړي۔ ([2])
عثماني مال: يعني هغه مال چې د بنده سره عِلمِ دين هم وي، مال هم وي او هغه د حلالې ذريعې نه مال اوګټي، په حلال ځائے کښې ئې اولګوي او د مال په باره کښې د الله پاک نه ويريږي، او د هغه د رضا حاصلولو په خاطِر د مال حقونه ادا کوي۔ او ابو جهلي مال: يعني هغه مال چې د بنده سره مال خو وي خو د عِلمِ دين دولت ورسره نه وي، بنده د حرامې ذريعې نه مال اوګټي، هم په حرامه کښې ئې اولګوي، نه د الله پاک نه ويريږي، نه د مال حقونه ادا کړي۔ مونږه هم دُعا کوؤ چې الله پاک دې مونږ له