Rizq Main Izafa Ki Asbab

Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab

صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: بے شکه الله پاک فرمائي: اے د آدم اولاده! زما د عبادت د پاره ځان اوزګار کړه! زه به ستا سينه د غِنیٰ (يعني مالدارئ) نه ډَکه کړم او ستا محتاجي به ختمه کړم او که چرې ته دا نه کوې (يعني د عبادت د پاره ځان نه اوزګاروې) نو ستا لاسونه به د کار روزګار نه ډک کړم او ستا محتاجي به نه ختمووم۔ ([1])

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک په شرح کښې فرمائي: يعني اے د آدم اولاده! ته خپل زړه د الله پاک د عبادت او اطاعت د پاره خالي اوساته، په دَست بَکَار، دِل بَيَار باندې عمل اوکړه (يعني لاس د کار په لور او زړه د رَبِّ کائنات په لور اوساته نو د دې په برکت به الله پاک ستا غربت، محتاجي ختمه کړي)۔ که چرې تا خپل ځان د دُنيا په فِکرونو کښې اولګولو، ستا زړه ته دُنيا کوزه شوه نو ته به کار ډير کوې، فِکر به ډير کوې خو ميلاؤيږي به درته هغه څه کوم چې ستا په قِسمت کښې دي، ته که مالداره هم شې نو غريب به پاتې ئې۔ مفتي صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور فرمائي: د الله پاک نه آخِرت اوغواړه! دُنيا به پخپله ميلاؤ شي۔ ([2])

 خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په دې حديثِ پاک باندې دې هغه نادانان مسلمانان بيا بيا غور اوکړي * کوم چې د مال او دولت په خاطِر لمونځونه قضا کوي، * د جَمعې سره د لمونځ نه کولو په ګناه کښې اخته وي، * چې په کار کښې کمے رانشي، مالي نقصان اونشي، دې د پاره د رمضان المبارک روژې قضا کوي، * څوک چې د دُنيا فِکر د فرض عِلمِ دين زده کولو نه هم محرومه ساتي، * کوم چې د کاروبار، د دنيا د


 

 



[1]... ترمذی،ابواب صفۃ القیامۃ و الرقائق و الورع،صفحہ:585 ،حدیث:2466۔

[2]... مرآۃ المناجیح،جلد:7 ،صفحہ:14 -15 ۔