Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab
کښې مصروفه شو۔ دغه شان هغوئي ټوله ورځ په نفلونو کښې تيره کړله۔ ماښام چې کله هغوئي کور ته اورسيدلو نو ښځې ترې پوښتنه اوکړه: چې آيا څه کار درته ميلاؤ شو؟ اوئې وئيل: آؤ! نن ما د ډير زيات کريم مالِک سره مزدوري اوکړه، هغه وعده کړې ده چې هغه به ماله ډيره ښه بدله راکړي۔
بَله ورځ بيا د کار په لټون کښې اووتلو، هيڅ کار ورته ميلاؤ نه شو نو بيا د درياب غاړې ته اورسيدو، اودس ئې اوکړو او عبادت ئې شروع کړو، ټوله ورځ ئې په عبادت کښې تيره کړله، ماښام کور ته راغلے، ښځې چې ئې خالي لاسونه اوليدل نو پوښتنه ئې ترې اوکړه: نن څه اوشو؟ اوئې وئيل: نن ما بيا د هغه مالک سره مزدوري کړې ده، هغه ډير کريم دے، هغه زما سره وعده کړې ده چې ماته به زما د مزدورئ ښه بدله راکوي، زما اُجرت د هغه مالک سره جمع کيږي۔ لوږې تندې وهلې ښځې چې ئې دا خبره واوريدله نو جګړه ئې ورسره شروع کړه چې دلته د څو ورځو راهسې لوږې تيروو، د ماشومانو حالت داسې شوے دے چې کتلے کيږي نه۔ مونږه د څو ورځو راهسې يوه لمړئ هم نه ده خوړلې او ته چې د کوم مالک سره مزدوري کوې هغه نن هم تا له اُجرت درنکړو، داسې به ګزاره څنګه کيږي؟ د ښځې خبرې چې ئې واوريدلې نو عابد پريشانه شو، ماشومانو د لوږې نه ژړل، د هغوئي خپل حالت هم د رحم قابل وو، خير! هغوئي شپه ډيره نا قلاره تيره کړله او سحر بيا د کار د پاره اووتلو، په دريمه ورځ ورته هم څه کار ميلاؤ نه شو، بيا د درياب غاړې ته لاړے، اودس ئې اوکړو او عبادت ئې شروع کړو۔ نن د هغوئي زړه څه ډير خفه وو، هغوئي په زړه کښې سوچ کولو چې که چرې نن هم د خوراک څښاک انتظام اونشو چې کور ته لاړ شم نو ښځې او بچو له به څه جواب ورکووم؟