Rizq Main Izafa Ki Asbab

Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab

بيا د هغوئي يقين يو همت پيدا کړو چې د کوم پاک پروردګار ته عبادت کوې هغه به تا نه مايوسه کوي۔ د هغه په ذات باندې پوره يقين اوساته، هغه به ضرور رزق عطا کړي۔

په دې سوچ سره، د رَبِّ کائنات د رحمت اُميد تړلو سره ئې په سجدو کولو کښې ټوله ورځ تيره کړله، چې ماښام شو نو د کور طرف ته روان شو، چې کله دروازې ته نزدې شو نو د کور نه د خوراک د پخلي بوئي راغلے او داسې محسوش شوه چې لکه دننه ډير د خوشحالئ ماحول دے، ټول کور والا ئې په خوشحالئ خبرې کولې۔ د هغوئي يقين نه راتلو چې زه په رښتيا په خپل کور کښې د خوشحالئ ماحول محسوسووم او زما د کور نه د خوراک د پخلي بوئي راځي۔

بهر حال هغوئي چې دروازه اوډبوله نو د هغوئي ښځې دروازه برسيره کړه۔ هغه ډيره خوشحاله وه، چې خپل خاؤند ئې اوليدو نو اوئې وئيل: د کوم مالِک سره چې تا مزدوري کړې ده، هغه خو واقعي ده چې ډير کريم دے، نن ستا د تللو نه پس د هغه قاصِدر راغلے وو هغه مونږ له ډيرې درهمې او دينارونه (يعني د سپينو او سرو زرو سِکې) او ښه جامې راکړې، وړه او غوښه وغيره ئې راله هم ښه ډير راکړل او اوئې وئيل: کله چې ستا خاؤند راشي نو هغه ته سلام وايه او ورته اووايه چې ستا مالِک ستا عمل قبول کړے دے، هغه ستا د دې عمل نه رضا دے۔ دا د هغې بدله ده کوم عمل چې تا کړے وو که چرې تا زيات عمل کړے وے نو ستا اجر به هم زيات کړے شوے وے۔ ([1])

میں ہوں بندہ تُو ہے مولیٰ                                    توُ ہے قادِر میں ناکارہ

میں منگتا تُو دینے والا                                          یااللہ!  مِری  جھولی  بھر  دے([2])


 

 



[1]... عیون الحکایات،صفحہ:172۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:122۔