Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab
دے هغه دې خپله مالداري مخې ته کيږدي او دا حديثِ شريف دې واوري۔
د الله پاک آخِري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دُنيا د څلورو کَسانو د پاره ده: (1): هغه بنده چاله چې الله پاک مال هم ورکړو او د عِلمِ دين دولت ئې هم ورکړو، بس دا د مال په معامله کښې د الله پاک نه ويريږي، د خپلوانو سره ښه سلوک کوي او د الله پاک د رضا د پاره د مال حقونه ادا کوي، دا بنده په اَفضَله درجه کښې دے۔ (2): يو هغه بنده دے کوم له چې الله پاک د عِلمِ (دين) دولت خو ورکړو خو مال ئې ورنکړو خو هغه رښتوني نيت والا دے، وائي: که چرې زما سره مال وے نو ما به د فلانکي (نيک مالداره) په شان (د نيکو والا) کارونه کول۔ د دې دواړو ثواب يو شان دے (يعني دا غريب او هاغه مالداره کوم چې د مال حقونه ادا کوي، په ثواب کښې دا دواړه يو شان دي، هغه د مال لګولو په وجه، دا د ښه نيت په وجه)۔ (3): يو هغه بنده دے کوم له چې الله پاک مال ورکړو خو عِلمِ (دين) ئې ورله ورنکړو، بس هغه په خپل مال کښې بغير د عِلم نه ګډ وَډے کوي (يعني په هره حرامه او حلاله طريقه باندې مال ګټي او په هر حلال او حرام ځائے کښې ئې لګوي، نه پخپله عالِم دے، نه د عالِمانو مني)، نه د مال د حقونو په معامله کښې د الله پاک نه ويريږي، نه د خپلوانو سره ښه سلوک کوي، نه د مال حقونه ادا کوي، دا د ټولو نه د خبيثې درجې والا دے۔ (4): يو هغه بنده دے کوم له چې الله پاک مال ورنکړو، نه ئې عِلم ورکړو، هغه وائي: که چرې زما سره مال وے نو ما به د فلانکي (خراب مالداره) په شان کارونه کول (مثلاً ما به هم شراب څښل، جواري به مې