Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz
کړو، تقريباً تر 5 مياشتو پورې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بغداد شريف کښې د پيرانو د پير، پير دستګير شيخ عبد القادر جيلاني يعنې حُضُور غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خِدمت کښې هم حاضر شول۔ ([1]) خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دين ډير لوئي خدمت کوونکے وو، هغوئي کمو او زياتو 90 لاکهه کافِرانو ته کلمه اووئيله او مسلمانان ئې کړل، 96 کاله په دُنيا کښې تشريف فرما وو، په 6 رجب، 627 هجرئ، د ګُل په مبارکه ورځ، د سحر د لمونځ په وخت مريدانو انتظار کولو چې پير او مُرشِد به تشريف راوړي، د سحر د لمونځ جَمع به راکړي خو حُضُور خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته نه راتلل وو، نه راغلے، د ښه ډير وخت تيريدو نه پس چې ئې د حُجرې دروازه برسيره کړه او اوئې کتل نو د غمونو سمندر راغلے، حُضُور خواجۀ خواجګان، سلطانُ الهند، خواجه غريب نواز، مُعِينُ الدِّين حَسَن چشتي، سنجري، اجميري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وِصَال فرمائيلے وو، ليدونکو دا د ايمان نه ډکه نظاره په سترګو اوليدله چې د خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په نوراني تندي باندې ليکلے شوي وو: حَبِیْبُ اللہ مَاتَ فِی حُبِّ اللہ يعنې د الله د محبوب بنده، د الله په محبت کښې وِصَال اوشو۔ ([2]) د حُضُور خواجه صاحِب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار مبارک د هندوستان په مشهور ښار اجمير شريف کښې دے۔ ([3])
خواجۂ ہند وہ دَربار ہے اعلیٰ تیرا
پھر مجھے اپنا دَرِ پاک دِکھا دے پیارے کبھی محروم نہیں مانگنے والا تیرا
آنکھیں پُرنور ہوں پھر دیکھ کے جلوہ تیرا ([4])
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد