Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

مخکښې ښه ښه نيتونه اوکړئ! (مثلاً نيت اوکړئ! چې * خوږ آقا، د مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د اُحُد د شهيدانو مزارونو له تشريف وړلو، د الله پاک د رضا د پاره دا سُنَّت ادا کووم * د اوليائے کرامو قبر ته حاضريدل، د فرښتو صِفت دے، د هغوئي نقل کووم * د مزار والا صاحب ته د ثواب بخښلو سره به ثواب ګټم * د مزار والا د صاحب د فيض موندلو د پاره به په اَدَب سره حاضري کووم وغيره) * کله چې هم يو مزار شريف ته حاضري کوئ نو د کوز سر (يعنې د خپو) د طرف نه ځئ او کم نه کم د 4 لاسونو په فاصله باندې په مُواجَهه کښې (يعنې د مخ مخې ته ئې) اودريږئ * په درميانه آواز کښې داسې سلام عرض کوئ: اَلسّلَامُ عَلَیْکَ یَاسَیِّدِیْ وَرَحمَۃُ اللّٰہِ وَبَرَکَاتُہٗ * د مزار والا صاحب ته د ثواب بخښلو د پاره دُرُودِ غَوثيه 3 ځل، اَلحَمد شريف 1 ځل، اٰیَةُ الکُرسِي 1 ځل، سُوْرَۃُ الْاِخْلَاص 7 ځله، بيا دُرُودِ غَوثيه 7 ځل او که چرې وخت وي نو سُورَۀ يٰس او سورۀ مُلک هم اولولئ! (که چرې دا نه وي نو څه ذِکر او درود يا د قرآنِ کريم تِلاوت اوکړئ او د مزار والا صاحب ته ئې اوبخښئ!) * ستاسو چې کوم جائز حاجت وي، د هغې د پاره، د خپلو خپلوانو د پاره بلکه د ټول اُمَّت په حق کښې دُعا اوکړئ! او په دُعا کښې د مزار والا صاحب رُوح د الله پاک په بارګاه کښې خپله وسيله جوړه کړئ! * په واپسئ کښې هم هغه شان د مزار والا صاحب په خدمت کښې سلام عرض کړئ! ([1])

کرم ہو واسطہ کل  اولیاکا                                      مِرا ایماں پہ  مولیٰ خاتمہ ہو

د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکتبة المدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه 16 حصې او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي


 

 



[1]... فتاویٰ رضویہ، جلد:9، صفحہ:522 بتغیر قلیل۔