Qabar Kaise Roshan Ho

Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho

صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  اوفرمائيل: د خپل قبر د پاره ښه پوره تيارے اوکړئ ځکه چې قبر هره ورځ ووه ځله دا غږ کوي: اے کمزوري انسانه! زما سره د ميلاؤيدو نه مخکښې په خپل ژوند کښې په ځان باندې رحم اوکړه، آيا تۀ به هغه وخت په ځان باندې رحم کوې کله چې په ما کښې خراب شې؟ [1]

حضرت سفيان ثوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: څوک چې قبر زيات يادوي هغه به دا د جنّت په باغونو کښې يو باغ بيامومي او څوک چې د ده د ياد نه غافِله شي هغه به دا د دوزخ په کندو کښې يوه کنده بيامومي.[2]

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږه دې دنيا ته راغلو، دلته د اوسيدو د پاره نۀ، د تللو د پاره راغلي يو، چې څه هم اوکړو، آخر د دې ځائے نه تلل دي، د قبر کندې ته خامخا کوزيدل دي، دې د پاره ښه هم دا دي چې مونږه د اوس نه د قبر او آخرت تياري اوکړو.

دُنيا د آخرت د تيارئ د پاره خاص ده

ياد ساتئ! دا دُنيا د خوراک څښاک، مال جمع کولو، د عاليشان كورونو او بنګلو جوړولو، عيش کولو، په فضولياتو کښې ورځو ضائع کولو د پاره نۀ، د نيکو کولو او د قبر و آخرت د تيارئ د پاره خاص ده، د مسلمانانو دريم خليفه حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په خپله آخري خطبه کښې اوفرمائيل: الله پاک تاسو ته دُنيا صرف دې د پاره عطا کړله چې تاسو د دې په ذريعه د آخرت تياري اوکړئ او د دې د پاره ئې درته نه ده دركړي چې تاسو هم د دې شئ، بے شکه دُنيا فاني ده او آخرت باقي دے. تاسو فاني (دُنيا) چرته بے لارې نکړي او د باقي (پاتې کيدونکي آخرت) نه مو غافِله نه کړي، فنا کيدونکي دنيا ته په


 

 



[1]... کنز العمال، کتاب: الموت،جز:15، جلد:8، صفحہ:235، حدیث:42137۔

[2]... التذکرة للقرطبی،  باب ما جاء فی كلام القبر کل یوم …  الخ، صفحہ:87 ۔