Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho
خبره بَل ته رَسَوَلو ته چغلي وئيلے شي.[1]
د الله پاک آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: چغلي کوونکي به الله پاک (د قيامت په ورځ) د سپو په شکل کښې راپاڅوي.[2]
مجھے غیبت و چغلی و بدگمانی کی آفات سے تُو بچا یا اِلٰہی!
په قبر کښې د سلامتيا د پاره پاک اوسئ
په قبر کښې نقصان رسوونکے څلورم بد عمل: د ميتيازو د دارو نه نۀ بچ کيدل دي. د الله پاک خوږ رسول، رسولِ مقبول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اكثر د قبر عذاب د وړو بَولو [متيازو] (د دارو نه د نۀ بچ کيدو) په وجه باندې وي.[3]
الله پاک دې مونږ ته د نيکو کولو، د ګناهونو نه د بچ کيدلو، د خپلو عقيدو هر وخت پخو ساتلو، د بدو عقيدو او بدو اعمالو نه د لرې اوسيدو توفيق را نصيب کړي.کاش! د نن د دې بابرکته شپې په برکت د قبر د عذاب نه خلاصے ميلاؤ شي زمونږ د پاره د بخښنې پيغام جاري شي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .
خطاؤں کو میری مٹا یا اِلٰہی! مجھے نیک خصلت بنا یا اِلٰہی!
تجھے واسطہ سارے نبیوں کا مولیٰ مری بخش دے ہر خطا یا اِلٰہی!