Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: نيک اَعمَال

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د نيک جوړيدو، د ګناهونو نه د بچ کيدو او په نيکو باندې د استقامت موندلو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي د ديني ماحول سره خپل تَعَلُّق جوړ كړئ او په 12 ديني کارونو کښې هم ښه پوره حِصَّه واخلئ! د دې په برکت به اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د دين او دُنيا بے شميره خيرونه در نصيب شي. په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار نيک اَعمَال هم دے.

       شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه خپلو مريدانو، طالبانو او مينه والو بلکه د ټولې دُنيا عاشقانِ رسول د اصلاح د پاره يوه  بهترينه نُسخه عطا کړې ده د کومې نوم چې رساله: نيک اَعمَال دے. دا وړه شان رساله د مکتبة المَدينه نه هَديةً واخلئ او که چرې غواړئ نو د دعوتِ اسلامي د ويب سائټ (www.dawateislami.net) نه ئې ډاؤن لوډ کړئ بلکه که نوره آساني غواړئ نو په خپل موبائل کښې دا Naik Amal ايپلي کيشن ډاؤنډ لوډ کړئ، د دې مطابق هره ورځ د خپلو اعمالو جائزه اخلئ. اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د ګناهونو نه د بچ کيدو او د نيکو کولو ذهن به مو جوړ شي، د زړه پاك والے به نصيب شي او کردار به مو صفا ستهرا، ځلنده، ښکلے ښائسته جوړ شي.

ټوله کورنئ لمُونځ ګزاره شوه  

د ضلع اټک (پنجاب، پاکستان) د يو اسلامي ورور بيان دے، ما د ګناهونو نه ډک ژوند تيرولو، فلمونه کتل، لوفري کول، لمُونځونه قضا کول وغيره زما په معمولاتو کښې شامل وو، يو ځل زمونږه علاقے ته د عاشقانِ رسول مدني قافله راغله، په هغوئي کښې يو