Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho

که چرې زه د چرته نه د عذاب مخکښې راتللو ځائے وينم نو مخې ته به ورځم.[1]

       خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا ټول 9 کارونه دي: (1) عقيده صحيح ساتل (2) د قبر سوالونه بيا بيا وئيل (3) ډير تلاوت کول (4) د الله پاک په لاره کښې خرچ كول (5) د لمُونځونو پابندي کول (6) زکوٰة ادا کول (7) روژې نيول (8) د خلقو سره نيک سلوک کول او (9) صبر کول. د دې نه علاوه هم ډير زيات نيک اعمال دي، کوم چې د قبر د عذاب نه بچ کوي او د قبر د رڼا سبب جوړيږي. مونږ له د قبر تياري کول دي، د نن او هم د اوس نه شروع کول دي، ځکه چې مونږه کم نه کم بيان کړے شوي 8 نيک کارونه خپل کړو او دا 4 ګناهونه پريږدو، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! دُنيا به مو هم ښه شي، قبر به مو هم روښانه شي او که چرې الله پاک اوغوښتل نو د قيامت په امتحان کښې به مو کاميابي هم نصيب شي. الله پاک دې زمونږه د قبر او د آخرت د تيارئ توفيق نصيب کړي.

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .

4 کارونه پريږدئ!

      فَقِيه اَبُو اللَّيث سمرقندي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: څوک چې د قبر د تنهائې او د ويرې نه بچ کيدل غواړي، هغه له پکار دي چې د 4 کارونو نه ځان بچ کړي. څوک چې داسې کوي هغه به د (الله پاک په فضل و کرم سره د) قبر د تنهائې او ويرې نه بچ شي.  هغه 4  کارونه دا دي: (1) د دروغو (2) خیانت (3)چغلئ (4)د متيازو د دارو نه بچ کيدل.[2]

      خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا څلور ګناهونه دي، مونږه د قبر نه خلاصے غواړو، د قبر د رڼا طلبګار يو نو مونږ ته به دا څلور ګناهونه هم پريښودل وي:


 

 



[1]... معجمِ اوسط، جلد:6 ، صفحہ:470 ، حدیث:9438۔

[2]... تنبیہ الغافلین، صفحہ:19۔