Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho
حضرت عبدُ الله بن عُمَر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يو کَس ته په نصيحت کولو کښې اوفرمائيل: اے وروره! آيا تا ته پته ده چې مرګ تا ته مخامخ دے ناڅاپه به راشي، پته نه لګي چې ستا خوا له به سحر راځي که ماښام، د شپې راځي که د ورځې، بيا به وحشتناک قبر او منکر نکير ته مخامخ کيدل وي او بيا د قيامت هغه ورځ په کومه کښې چې به باطل پرست تاواني وي.[1]
بے وفا دنیا پہ مت کر اِعتبار تُو اچانک موت کا ہوگا شکار
موت آکر ہی رہے گی یاد رکھ! جان جا کر ہی رہے گی یاد رکھ!
د حضرت ابو سعيد خُدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: خوندونه ختموونکے مرګ ډير ډير يادوئ ځکه چې قبر هره ورځ غږ کوي او وائي: زه د نا اشنائې کور يم، زه د تنهائې کور يم، زه د خاورو کور يم او زه د چينجو کور يم. کله چې مؤمِن په قبر کښې خخ کړے شي نو قبر هغه ته وائي: مرحبا! تۀ زما په مَلا باندې په ګرځيدونکو کښې زما ډير خوښ وے او اوس تۀ ما ته دننه راغلے اوس تۀ زما ښه سلوک ته اوګوره، بيا قبر د هغه د پاره د نظر تر حده پورې فراخه شي او د هغه د پاره د جنّت دروازه برسيره کړے شي او کله چې يو فاجر (يعنې ګنهګار) يا کافر کَس خخ کړے شي نو قبر وائي: تا ته هيڅ كله مرحبا نشته، تۀ زما په مَلا باندې په ګرځيدونکو کښې زما په نز د ټولو نه خراب کَس وے او اوس تۀ ما ته دننه راغلے ئې