Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho
سره ښه سلوک کول هم د قبر نه د بچ کيدو اسباب دي. رحمتِ عالمْيان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: په هغه ذات مې دې قسم وي! د چا په قبضه کښې چې زما ځان دے! کله چې مړے په قبر کښې کيښودے شي نو هغه د بيرته تلونکو د پيزار كشار اوري، که چرې مؤمِن وي نو لمُونځ د هغه د سر طرف ته، زکوٰۃ ښي طرف، روژه ګَس او نورې ښيګړې، نيکئ او د خلقو سره ښه سلوک د هغه ښپو طرف ته راشي، د سر د طرف نه چې عذاب راشي نو لمُونځ وائي: دلته ستا د پاره هيڅ لاره نشته. د ښې [طرف] نه چې راشي نو زکوٰة وائي چې: زما د طرف نه به هم تا ته لار نه ميلاؤيږي. د ګَس [طرف] نه چې راشي نو روژه وائي: زه به تا د دې ځائے نه ننوتو ته پريږنه دم. بيا عذاب د ښپو د طرف نه راشي نو ښيګړې، نيکئ او د خلقو سره ښه سلوک وائي: د دې ځائے نه به هم تا ته هيڅ لاره نه ميلاؤيږي.[1]
ہر عبادت سے بَرتر عبادت نَماز ساری دولت سے بڑھ کر ہے دولت نَماز
نارِ دوزخ سے بے شک بچائے گی یہ رَبّ سے دلوائے گی تم کو جنّت نَماز
د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې د انسان په قبر کښې عذاب راځي بيا چې کله هغه د سر د طرف نه راځي نو د قرآن تلاوت هغه لرې زغلوي. کله چې د لاسونو د طرف نه راځي نو صدقه ئې اودروي او کله چې د ښپو د طرف نه راځي نو د هغه د جُمات طرف ته تلل عذاب زغلوي او صبر په يوه غاړه باندې موجود وي او وائي: