Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho

ځکه اوس د ځان سره زما سلوک اوګوره بيا قبر په هغه باندې راتنګ شي او د هغه پوښتئ په يوه بَله کښې دننه شي. راوي وائي: رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا خبره د خپلو مبارکو ګوَتو په يو بَل کښې د اچولو سره په اشارې سره اوکړله او بيا ئې اوفرمائيل: الله پاک په دغه [كافِر] باندې 70 زره اژدهاګانے مقررې کړي که چرې د هغې نه يوه هم په زمکه اوغوړيږي نو د دُنيا تر آخره پورې به چرې هم څه څيز اونه ټوکيږي، هغه اژدهاګانے به مړے تر قيامته پورې چيچي [اوټکونه به ورله ورکوي]. راوي وائي: هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اِنَّمَا الْقَبْرُ رَوْضَةٌ مِّنْ رِيَاضِ الْجَنَّةِ اَوْحُفْرَةٌ مِّنْ حُفَرِ النَّار يعنې قبر د جنّت د باغونو نه يو باغ دے يا د دوزخ د کندو نه يوه کنده.[1]

گناہگار ہوں میں لائقِ جہنَّم ہوں                    کرم سے بخش دے مجھ کو نہ دے سزا یارب!

بُرائیوں پہ پَشَیماں ہوں رَحم فرمادے          ہے تیرے قَہر پہ حاوی تری عطا یارب!

گناہ بے عدد اور جُرم بھی ہیں لاتعداد             مُعاف کردے نہ سہ پاؤں گا  سزا یارب!

میں کر کے توبہ پلٹ کر گناہ کرتا ہوں            حقیقی توبہ کا کر دے شَرَف عطا یارب!

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

مړي ته د قبر رَټَل

د حضرت ابو حَجاج ثُمالي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې خوږ آقا، مكي مدني مصطفٰے  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  اوفرمائيل: کله چې مړے په قبر کښې کيښودلے شي نو قبر هغه ته وائي: ستا دې خرابي وي آيا تا ته پته نه وه چې زه د فتنے کور يم، د تيارې کور يم، د تنهائې کور يم او د چينجو کور يم، اے انسانه! کوم څيز تۀ زما نه غافِله اوساتلے چې تۀ به په


 

 



[1]... ترمذی، ابواب صفۃ القیامۃ و الرقائق و الورع، صفحہ:584، حدیث:2460۔