Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho

د سبق نه ډک د قرآن 7 آيتونه

په سيپاره 30، سورۀ عَبَس، آيت 17 نه 23 کښې الله پاک فرمائي:

قُتِلَ  الۡاِنۡسَانُ مَاۤ  اَکۡفَرَہٗ (ؕ۱۷)  مِنۡ  اَیِّ  شَیۡءٍ  خَلَقَہٗ (ؕ۱۸)  مِنۡ  نُّطۡفَۃٍ ؕ خَلَقَہٗ  فَقَدَّرَہٗ (ۙ۱۹)  ثُمَّ السَّبِیۡلَ  یَسَّرَہٗ (ۙ۲۰)  ثُمَّ  اَمَاتَہٗ  فَاَقۡبَرَہٗ (ۙ۲۱)  ثُمَّ  اِذَا شَآءَ  اَنۡشَرَہٗ (ؕ۲۲)  کَلَّا  لَمَّا یَقۡضِ مَاۤ  اَمَرَہٗ (ؕ۲۳(پارہ:30، سورۂ عبس:17 تا 23)

[مفهوم]ترجَمۀ کنزُ الايمان: انسان دې قتل کړے شي څه نا شکرا دے هغه د څه څيز نه جوړ کړے شو، د اوبو د څاڅکي نه ئې پيدا کړو بيا ئې هغه په قسما قسم اندازو باندې اوساتلو، بيا ئې هغه ته لاره آسانه کړله بيا ئې مړ کړو بيا ئې په قبر کښې کيښودو، بيا چې کله اوغواړي راپورته به ئې کړي داسې نه ده هغه تر اوسه پورې پوره نکړو د كومې چي ورته حکم شوے وو.

       خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د قرآنِ کريم په دې 7 مختصر آيتونو مبارکو کښې څومره په ښکلي طريقے سره زمونږه انداز، زمونږه احوال او زمونږه د ژوند حقيقت بيان کړے شوے دے.

نن زمونږ په مَټو کښې طاقت دے، مونږه صحت مند، مضبوط، عقل مند يو، زمونږ سره عهدے هم دي، منصب هم شته، څوک انجنيئر دے، څوک ډاکټر دے، څوک سيټھ دے، څوک امير زاده، څوک پوليس والا دے، څوک فوځي، غرض مونږه ډير څه يو خو زمونږه ابتدا څه ده؟ د اوبو يو څاڅکے. الله پاک زمونږ د پاره زمکه فرش جوړ كړو، د آسمان چهت ئې جوړ کړو، زمونږه دُنيا ته د راتلو نه مخکښې ئې زمونږ د پاره په لکونه نعمتونه پيدا کړل، بيا ئې د اوبو د يو څاڅکي نه ژوندے انسان جوړ کړو او دې دُنيا ته ئې رااوليږو. دا زمونږه حقيقت دے، دا زمونږه اصل دے.