Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho
ته به د نکيرين د سوالونو جوابونه ښودلے کيدل او ماشوم چې به کله عقل مند شو نو هغه ته به هم وئيلے شول چې کله ستا نه پوښتنه اوکړے: چې ستا رَبّ څوک دے؟ نو وايه: زما رَبّ الله پاک دے. چې کله پوښتنه اوکړے شي: ستا دِين څه دے؟ نو وايه: زما دِين اسلام دے او چې کله دا پوښتنه اوکړے شي چې ستا نبـي څوک دے؟ نو وايه: زما نبـي مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے.[1]
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږ له پکار دي چې وخت په وخت دا د قبر سوالونه او د دې جوابونه بيا بيا وايو او خپلو بچو ته هم دا سوالونه او جوابونه ياد کړو.
زما نه دا پوښتنه کوئ حالانکه...!!
حضرت حَوثَره بن محمد مِنقَرِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما حضرت يزيد بن هارون رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خوب کښې اوليدلو نو هغه وئيل: منکر نکير زما خوا له راغلل او زه ئې کښينولم او پوښتنه ئې اوکړه: ستا رَبّ څوک دے؟ ستا دِين څه دے؟ او ستا نبـي څوک دے؟ ما د خپلې سپينې ګيرې نه خاوره اوڅَنډله او اومې وئيل: زما په شان [کَس] نه دا پوښتنه کولے شي، زه يزيد بن هارون يم او ما په دُنيا کښې خلقو ته تر 60 کالو پورې د دې سوالونو جوابونه ښودل. يوې فرښتې اووئيل: دا رښتيا وائي. بيا ئې اووئيل: د ناوې په شان اوده شه! د نن نه پس په تا باندې هيڅ ويره نشته دے.[2]
د قبر نه ئې د لمَر په شان رڼا را اوتله
حضرت علاء بن عبدُ الکريم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو کَس د کوم چې بينائي ډيره کمزورې