Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اسلامي په ديني ماحول کښې په ټوله دُنيا کښې په زرګونو مقاماتو باندې اجتماعي اعتکاف کولے شي، اعتکاف د ګناهونو نه د بچ کيدو او د رمضان مياشت په نيکو کښې د تيرولو بهترينه ذريعه ده، د اوس نه د روژې په ټوله مياشت کښې يا کم نه کم په آخرئ عشره کښې په اجتماعي اعتکاف کښې د شرکت کولو نِيَّت اوکړئ! * د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: څوک چې د الله پاک د رضا او خوشحالي حاصلولو د پاره د يوے ورځې اعتکاف اوکړي الله پاک به د هغه او د دوزخ په مينځ کښې 3 خندقونه آړ جوړکړي، د هر خندق مزل د مشرق او مغرب د فاصلے نه هم زيات دے.[1] * د اُمُّ المُؤمِنِين حضرت عائشه صديقه طيبه، طاهره رَضِىَ اللهُ عَـنْها نه روايت دے: مَنْ اِعْتَکَفَ اِیْمَاناً وَ اِحْتِسَابًا غُفِرَ لَہٗ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِہٖ يعنې چا چې د ايمان سره او د ثواب حاصلولو په نيت اعتکاف اوکړو د هغه تير ګناهونه به اوبخښلے شي.[2] * په يو حديثِ پاک کښې ئې اوفرمائيل: چا چې په رَمَضَانُ المُبَارَک کښې 10 ورځې اعتکاف اوکړو هغه داسې دے لکه چې 2
حجونه او 2 عمرې اوکړي.[3]
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد