Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho

وه هغه وائي: زما ورور وفات شو، مونږه هغه دفن کړو، کله چې خلق لاړل نو ما د ورور په قبر باندې سر کيښودو، ناڅاپه د قبر د دننه نه ما آواز واوريدلو: ستا رَبّ څوک دے؟ ستا دِين څه دے؟ او ستا نبـي څوک دے؟ ما د خپل ورور آواز واوريدلو، هغه اووئيل: الله پاک زما رَبّ دے او حضرت مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زما نبـي دے. په دې کښې د قبر د دننه نه د لمَر د پلوشو په شان رڼا زما د غوږونو په لور را اوچته شوه او زه د هغه ځائے نه لرې شوم.[1]

قبر میں لہرائیں گے تا حشر چشمے نُور کے            جلوہ فرما  ہوگی  جب  طلعت  رسول  اللہ کی

(3): د قرآن د تلاوت عادت خپل کړئ!

د قبر د تيارې او د وحشت نه بچ کيدلو والا دريم نيک عمل: د قرآن تلاوت دے. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! قرآنِ کريم ډير وفادار ملګرے دے، چې کله دوستان، ملګري، خپل خپلوان، سَکه خويندې وروڼه، تر دې چې مور و پلار هم [مړ] انسان يواځې د قبر په کنده کښې کيږدي او بيرته ترې لاړ شي نو قرآنِ کريم په دغه وحشت او تنهائې کښې هم ملګرتيا نه پريږدي، قرآنِ کريم د قبر د عذاب نه بچ کوي او الله پاک ته د سفارش کولو سره قبر روښانه کوي.

د تلاوت کوونکي قبر فراخه کولے شي

رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: په کوم کور کښې چې د قرآنِ کريم تلاوت کولے شي په هغه کور باندې د نور يوه خيمه وي د کومې نه چې آسمان والا راهنمائي حاصلوي لکه څنګه چې د چپے وهونكي سمندر او په هواره فراخه ميدانونو


 

 



[1]... موسوعہ ابن ابی الدنیا، کتاب القبور، جلد:6، صفحہ:84-85  ۔