Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho

د هغې نه په غفلت کښې دے. الله پاک چې کله د انسان د پيدا کولو اراده فرمائي نو فرښتې ته فرمائي: د ده رزق اوليکه! د ده عملونه اوليکه! د ده مرګ اوليکه! او د ده نيک بختـي يا بدبختـي هم اوليکه! بيا هغه فرښته لاړه شي او الله پاک بَله فرښته رااوليږي کومه چې دا ليکلے شوي په ښه طريقه محفوظ کړي بيا هغه فرښته هم لاړه شي او الله پاک په دې بنده باندې دوه فرښتې مقررې کړي کومې چې د ده نيکئ او ګناهونه ليکي او کله چې د ده د مرګ وخت راشي نو هغه فرښتې هم خپل ځايونه پريږدي او ملكُ المَوت عَلَیْهِ السَّلَام د هغه د روح د قبض کولو د پاره راشي، کله چې دا په قبر کښې کيښودلے شي نو د ده روح بدن طرف ته واپس کړے شي او د قبر دوه فرښتې (يعنې منکر نکير) د هغه د امتحان اخستلو د پاره راشي او بيا هغه هم لاړې شي. بيا چې کله قيامت قائم شي نو نيکئ او ګناهونه ليکونکې فرښتې به ښکته راکوزې شي او د هغه په غاړه کښې غوټه کړے شوے کتاب به برسيره کړي بيا به هغه واخلي او داسې به حاضرې شي چې يوه به قائد [يعني مخكښې تلونكې] او بله به سائِق (چلولو والا) وي. د دې نه پس خوږ آقا، مكي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: يقيناً ستاسو مخې ته يوه ډيره لويه معامَله ده د کومې چې تاسو طاقت نه لرئ ځکه د خدائے بُزرګ و برتر نه مدد اوغواړئ.[1]

عمل   کا  ہو   جذبہ   عَطا   یا   الٰہی!                                   گناہوں سے مجھ کو بچا یاالٰہی!

میں پانچوں نمازیں پڑھوں باجماعت                    ہو  توفیق  ایسی  عطا  یاالٰہی![2]

د قبر معامله آسانه نه ده

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږه به په خپلو سترګو خلق  مړه كيدل ليدلي وي خو ياد


 

 



[1]... حلیۃ الاولیاء، جلد:3، صفحہ:221، رقم:3775 ملتقطًا۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:102۔