Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! نن شپه د عبرت او نصيحت د پاره مقبرې ته تلل د مسلمانانو طريقه ده،

راځئ! د بيان په آخره كښې مقبرې ته د حاضرئ مدني ګلونه اورو:

د هديرې د حاضرئ مدني ګلونه

د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامين: (1) د قبرونو زيارت کوئ ځکه چې دا په دُنيا کښې د بے رغبتئ سبب او د آخرت رايادوي.[1] (2) څوک چې د خپل مور و پلار دواړو او يا د يو د قبر هرې جُمعے په ورځ زيارت اوکړي، د هغه بخښنه به اوشي او نيکو كار به اوليکلے شي.[2]

        اے عاشقانِ رَسُول! * د مسلمانانو د قبرونو زيارت کول سُنّت او د اوليائے کرامو او شهدائے عظامو په مزارونو باندې حاضري په سعادت د پاسه سعادت دے او هغوئي ته ايصالِ ثواب مندوب (يعني خوښ) او ثواب دے * د مزار شريف يا د قبر د زيارت د پاره چې ځئ نو په لاره کښې فضول خبرې مه کوئ * قَبر ته د تعظيم سجده کول حرام دي او که چرې د عبادت په نيت وي نو کُفر دے * مقبرې ته په هغه عامه لاره ځئ، كومه چې په تير وخت کښې چرته هم د مسلمانانو قبرونه نه وو، کومه لاره چې نوې جوړه وه په هغې مه ځئ. په فتاویٰ شامي کښې دي: (په مقبره کښې چې د قبر ورانولو سره) کومه نوې لاره جوړه کړے شوه په هغې تلل حرام دي * بلکه د نوې لارې که صرف ګمان (يعني شک) وي نو بيا هم په هغې تلل ناجائزه او ګناه ده * د ډيرو اوليائے


 

 



[1]... ابن ماجہ، کتاب الجنائز، باب ماجاء فی زیارۃ القبور، صفحہ:252، حدیث:1571۔

[2]... شُعَبُ الایمان، جلد:6، صفحہ:201، حدیث:7901۔