Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho
باقي پاتې کيدونکي آخرت باندې ترجيح مه ورکوئ ځکه چې دُنيا د لاس نه وتونکې ده او بے شکه الله پاک طرف ته ګرځيدل دي. د الله پاک نه ويريږئ ځکه چې د هغه د عذاب د پاره (ديوال او) ډال او د هغه تر الله پاک پورې د رسيدو ذريعه ده.[1]
ہے یہ دنیا بے وفا آخِر فنا نہ رہا اس میں گدا نہ بادشَہ
په قبر کښې پکار راتلونکي عملونه
اے عاشقانِ رَسُول! که چرې د قبر وحشت او تنهائي په امن او راحت کښې، د قبر تياره په رڼا کښې د بدلولو او د قبر د عذاب نه خلاصي موندلو خواهش وي نو يقيناً د دې د پاره به د اوس نه تياري کول وي. هغه کوم کارونه دي، د کومو د خپلولو سره چې مونږه خپل قبر روښانه کولے شو؟ د قبر د وحشت او تنهائې نه بچ کيدے شو: راځئ! اورو:
وړومبے کار: دا چې خپله عقيده صحيح ساتئ او هميشه په دې باندې په مضبوطيا سره قائِم اوسيږئ! ځکه چې په قبر کښې اصلي ازميښت هم د عقيدې. د لمُونځ، روژې، حج، زکوٰة وغيره حساب به هم کيږي خو د قيامت په ورځ، په قبر کښې 3 سوالونه دي: (1) ستا رَبّ څوک دے؟ (2) ستا دين څه دے؟ (3) تۀ د دې هستئ (يعنې آخري نبي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) په باره کښې څه وائې؟
دا درې واړه سوالونه د عقيدې دي. ځکه هميشه خپله عقيده مضبوطه ساتئ! د الله پاک په باره کښې، د آخري نبي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په باره کښې، د الله پاک د کتابونو، د هغه د رسولانو، د فرښتو په باره کښې، د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان ، اهلِ بيتِ