Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho

        مونږ ته د 5 لمُونځونو حکم شوے دے، زمونږ نه پوره نه ادا کيږي، په 12 مياشتو کښې صرف يوه مياشت روژې فرض شوے، مونږه ئې نه شو نيولے، په 100 روپو کښې صرف دوه نيمې روپئ هغه هم د شرطونو پوره کيدو په شکل کښې زکوٰة فرض کړے شو، مونږ ئې نه شو ورکولے، د شرطونو پوره کيدو په شکل کښې په ټول ژوند کښې صرف يو ځل د حج حکم شوے دے، مونږه ئې نشو کولے، د قرآن تلاوت، زيات درودِ پاک، ذِکر و اذکار، د مور وپلار د فرمانبردارئ، د صله رحمئ ، د خپلو خپلوانو، ګاؤنډيانو سره نيک سلوک، د سترګو حفاظت، د ژبې، لاسونو، د زړه حفاظت، په ناپ تول کښې د ايمان دارئ، د حلالے ګټې، د حلال خوړلو غرض سوؤنه حکمونه راکړے شوي دي، د ژوند تيرولو طريقه ښودلے شوې ده، د ژوند د هرې يوے مرحلے په باره کښې لار ښودلے شوې ده خو زمونږه حال...!! مونږه حکمونه پوره نه کړل، مرګ په سر باندې ولاړ دے، مونږه په غفلت کښې يو، د قبر خطرناکه کنده مخامخ ده، مونږه دسيدها کيدو نوم نه اخلو، د قيامت په ورځ به را پورته كړے شو خو مونږ ته هډو احساس نه کيږي.

دِل  ہائے   گناہوں  سے  بیزار  نہیں  ہوتا                       مَغْلوب  شَہا! نفسِ  بَدْکار  نہیں  ہوتا

اے ربّ کے حبیب آؤاے میرے طبیب آؤ        اچھا   یہ  گناہوں   کا   بیمار  نہیں ہوتا

گو لاکھ  کروں  کوشش  اِصلاح  نہیں ہو تی                         پاکیزہ  گناہوں  سے  کِردار  نہیں  ہوتا[1]

انسان په غفلت کښې دے

د صحابئ رسول حضرت جابر بن عبدُ الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې زمونږ آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: انسان چې د څه د پاره پيدا کړے شوے دے


 

 



[1] وسائلِ بخشش،صفحہ:163 ملتقطًا۔