Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho

په قبر کښې د سلامتيا د پاره د دروغو نه بچ اوسئ!

      وړومبئ ګناه: دروغ. صادِق و امين نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دروغ ګناه طرف ته بوځي او ګناه دوزخ ته د تللو سبب دے. بيشکه بنده دروغ وائي، تر دې پورې چې د الله پاک په نزد کذَّاب (ډير غټ دروغژن) اوليکلے شي.[1] 

       د دروغو تعريف، د دې د مثالونو او عذابونو نه د ځان خبرولو د پاره د شيخ طريقت، امير اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه رساله جھوٹاچور اولولئ.

په قبر کښې د سلامتيا د پاره د خيانت نه بچ اوسئ!

 په قبر کښې نقصان رسولو والا دويمه ګناه: خيانت ده. يعنې د چا په کيښودے شوي امانت کښې ناجائزه بدلون کول يا امانت بيرته نه ورکول. حضرت مجاهد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: دهوکه او خيانت په اور کښې دي، دهوکه ورکول او خيانت کول د مسلمانانو اخلاق نه دي.

جو دُکانیں خِیانت سے چمکائیں گے!                    کیااُنہیں زَر کے اَنبار کام آئیں گے؟

قہرِ قَهّار سے کیا بچا پائیں گے؟                              جی نہیں، نارِدوزخ میں لے جائیں گے

مالِ دنیا ہے دونوں جہاں میں وبال                     آئے گا   قَبر  میں  ساتھ  ہر گز  نہ مال[2]

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

په قبر کښې د سلامتيا د پاره د چغلئ نه بچ اوسئ!

د قبر د عذاب سبب جوړيدونکې دريمه ګناه چغلي ده. د فساد جوړولو د پاره د يو کَس


 

 



[1]... بخاری، کتاب الادب، صفحہ:1515، حدیث:6094۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:655۔