Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho

(4) صدقه قبر روښانه کوي

د قبر تيارۀ په رڼا کښې او د قبر وحشت په اطمينان او سکون کښې د بدلولو يو نيک عمل د الله پاک په لاره کښې صدقه کول هم دي. د مصطفٰے جانِ رحمَت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارَك دے: اِنَّ الصَّدَقَۃَ لَتُطْفِئُ عَلٰی  اَهْلِہَا حَرَّ الْقُبُوْر (سحر او ماښام) بے شکه صدقه کوونکي صدقه د قبر د ګرمئ نه بچ کوي وَ اِنَّمَا یَسْتَظِلُّ الْمُؤْمِنُ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ فِیْ ظِلِّ صَدَقَتِہٖ يعنې بے شکه مسلمان به د قيامت په ورځ د خپلې صدقې په سوري کښې وي.[1]

ځکه د صدقے کولو عادت جوړولو پکار دي. د صدقے کولو ډير زيات فضيلتونه دي: * صدقه د بدئ 70 دروازے بندوي * صدقه ورکوونکے به د قيامت په ورځ د خپلې صدقے په سوري کښې وي * صدقه د قبر د ګرمئ نه بچ کوي * صدقه ګناهونه داسې ختموي لکه څنګه چې اوبه اور مړ کوي * صدقه آفتونه، بلاګانے منع کوي * صدقه عمر زياتوي * صدقه د بد مرګ او بدې خاتمے نه بچ کوي * صدقه د الله پاک غضب ختموي * صدقه په رزق کښې د فراختيا او د مال د زيات والي سبب جوړيږي * صدقه غربت او ناچاري ختموي[2] الغرض! صدقه د ډيرو خيرونو دروازے برسيره کوي او د ډيرو بدو دروازے بندوي. ځکه مونږ له پكار دي چې ښه د ډيرو صدقو او خيراتونو کولو سره د خپل قبر و  آخرت د بهترئ ذريعه جوړه كړو.    

د عطياتو ترغيب

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! دعوتِ اسلامي په ټوله دُنيا کښې د نيکئ دعوت


 

 



[1]... شُعَبُ الايمان، جلد:3، صفحہ:212، حديث:3347۔

[2]... صدقے کا انعام، صفحہ:17تا 19 ملتقطًا۔