Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho

ورته ور واغوندئ او په جنتي خوشبو ئې مُعَطَّر کړئ او د ده قبر د نظر تر حده پورې فراخه کړئ، يوه جنتي دروازه د ده د سر د طرف نه او يوه د ښپو د طرف نه برسيره کړئ. فرښتې هغه ته وائي: د ناوې په شان اوده شه تا له به د قبر عذاب نه درکړے کيږي. هغه وائي: يا الٰهی! قيامت راولې د پاره د دې چې زه د خپل کور والا او مال طرف ته واپس لاړ شم او هغه څه بياموم کوم چې تا زما د پاره تيار کړي دي، هم دغسې به هغه د قيامت په ورځ د پړقيدونکي مخ سره د قبر نه راپورته کولے شي.[1]

 سُبْحٰنَ اللّٰہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! تاسو واوريدل! په قبر کښې به درې پوښتنې کيږي او هغه درې واړه پوښتې د څه په باره کښې دي، د عقيدو په باره کښې. که چرې مونږه خپله عقيده مضبوطه اوساتله، بالکل په هغه عقيدو باندې قائم پاتې شو کومې عقيدې چې د صحابۀ کرامو او اوليائے کرامو او علمائے کرامو دي نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د قبر په امتحان کښې به کاميابي نصيب شي او قبر به د جنّت د باغونو نه يو باغ جوړ شي.

قبر میں لہرائیں گے تا حشر چشمے نُور کے            جلوہ فرما  ہوگی  جب  طلعت  رسول  اللّٰہ کی

د صِدِّيق او عمر (رَضِىَ اللهُ عَـنْهما) وسيله پکار راغله

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان  په باره کښې صفا، ستهرا او صحيح اسلامي عقيده او د دوئي سره محبّت او عقيدت هم د قبر د عذاب نه د خلاصي ذريعه ده، هم دغسې د خپل دور مُجَدِّد او ډير لوئے عالِم، مُفَسِّر، مُحَدِّث حضرت امام جلالُ الدِّين سيوطي شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: چې د قرآن مُفَسِّر حضرت ابو القاسم بن هِبَةُ الله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: زمونږه يو هَم مکتب (کلاس فيلو) وفات شو نو استاذ صاحب


 

 



[1]... شرح الصدور، صفحہ:91۔