Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho

(2): د قبر سوالونه يادوئ!

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د قبر روښانه کولو او د قبر د عذاب نه  بچ کيدونكے دويم کار دا دے چې په قبر کښې کوم سوالونه کيدل دي، هغه يادوئ، چې په دې دُنيا کښې د دې سوالونو جوابونه بيا بيا وايو، دا په خپله ژبه باندې ښه جاري کړو نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! کرم به کيږي، په قبر کښې چې کله فرښتې پوښتنې کوي نو بے اختياره به په ژبه هم هغه جوابونه راځي کوم چې مونږه په دُنيا کښې ياد کړي وي.

ژبه په دې کلماتو عادته کړئ!

حضرت عبد الله بن عُمَر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ روايت کوي: د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اے خلقو! خپلې ژبې په دې کلماتو عادتې کړئ:

لَاۤاِلٰهَ اِلَّااللهُ وَاَنَّ مُحَمَّدًارَّسُوْلُ اللهِ وَاللهَ رَبُّنَا وَالْاِسْلَامَ دِيْنُنَاوَمُحَمَّدًانَبِيُّنَا

يعنې د الله پاک نه سِوا هيڅ معبودِ برحق نشته او مُحَمَّد ( صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  ) د الله رسول دے، الله پاک زمونږه رَبّ، اسلام زمونږه دين او حضرت مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زمونږه نبـي دے. ځکه چې په قبر کښې به ستاسو نه د دې خبرو په باره کښې پوښتنه کولے شي.[1]

صحابه کرامو به بچو ته د قبر سوالونه ښودل

د حضرت راشد بن سعد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے چې مُعَلِّمِ کائنات، شاهِ موجودات  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  اوفرمائيل: خپل دليل زده کړئ! ځکه چې ستاسو نه به پوښتنه کولے شي. د دې فرمان دومره اثر اوشو چې په انصارو کښې به کله د چا مرګ نزدې راتللو نو هغه


 

 



[1]... فردوس الاخبار، جلد:1 ، صفحہ:69، حدیث :347 ۔