Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho

د رمضان د روژو فضائل

      اے عاشقانِ رَسُول! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! بيا رمضان راتلونکے دے، د نيکو د سپرلي موسم را روان دے. راځئ! د ترغيب د پاره د رَمَضَانُ المُبَارَک د روژو او اعتکاف يو څو فضائل واورو: د مختلفو رواياتو مطابق * د روژه نيوونکي اوده کيدل عبادت دے * د روژه نيوونکي دُعا او عمل قبول وي * د روژه نيوونکي د پاره فرښتې د لمَر پريوتو پورې دُعا کوي * د روژه نيوونکي د پاره د آسمان دروازې برسيره کولے شي * په روژه نيوونکي باندې به الله پاک جنتي ميوے خوري * په روژه نيوونکي به الله پاک جنتي شراب څښي * د روژه نيوونکي د پاره به د قيامت په ورځ د سرو زرو دسترخوان غوړولے شي * د روژه نيوونکي روژه به د تيرو ګناهونو کفاره جوړه شي * د روژه نيوونکي مخ به الله پاک د دوزخ نه د 70 کالو په مزل لرې کړي.[1]     

       کوم نادانه چې د څه شرعي مجبورئ نه بغير د رمضان روژې پريږدي هغه ډير سخت ګنهګار او د اور د عذاب حقدار دے. د رواياتو مطابق څوک چې د شرعي مجبورئ نه بغير د رَمَضَانُ المُبَارَک يوه روژه ضائع کړي نو اوس که ټول عمر روژې اونيسي، نو بيا هم د هغه پريښودے شوې يوے روژې فضيلت نشي موندے. [2]

        الله پاک دې د خپل خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په وسيله مونږه د خپل

قهر او غضب نه بچ کړي، د رَمَضَانُ المُبَارَک د مياشتې د ټولو روژو د زړه د خوشحالئ نه، په ذوق و شوق سره د نيولو توفيق را نصيب کړي.  اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .


 

 



[1]... فیضان رمضان ، صفحہ:84تا86 ماخوذاً۔

[2]... فیضان رمضان ، صفحہ:88 تا89 ماخوذاً ۔