Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho

کرامو په مزارونو ليدلے شوي دي چې د زيارت کوونکو د آسانئ د پاره د قبرونو ورانولو سره فرش جوړولے شي، په داسې فرش سملاستل، تلل، اودريدل، تلاوت کول او د ذِکر و اَذکار د پاره کښيناستل وغيره حرام دي، چرته چې داسې حالات وي هلته د لرې نه فاتحه اولولئ * د قبر د پاسه اګر باتئ مه لګوئ په دې کښې بے ادبي او بد فالي ده، آؤ که چرې (حاضرو خلقو ته) د خوشبو (رسولو) د پاره  ئې (لګول غواړئ نو) د قبر سره خوا کښې که خالي ځائے وي نو هلته ئې اولګوئ چې خوشبو رَسَوَل خوښ عمل دے، د قبرونو د زيارت د پاره دا 4 ورځې بهترې دي، د ګل، زيارت، جُمعے، خالي. د جمعې په ورځ د سحر د لمَانځه نه پس د قبرونو زيارت افضل کار دے.[1]  

      د مختلفو سنتونو زده کولو د پاره د مکتبةُ المَدینه بهارِ شريعت جلد 3 نه حِصَّه 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو کتاب 550 سنتیں اور آداب واخلئ او اولولئ ئې! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اسلامي مدني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم ده.

اُلفتِ مصطفےٰ اور خوفِ خُدا                                چاہئے گر تمہیں قافلے میں چلو

عِلْم حاصِل کرو! جَہْل زائِل کرو!                          پاؤ گے راحتیں قافلے میں چلو

الله پاک دې مونږ ته د عمل كولو توفيق راکړي.  اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .



[1]... 550 سنتیں اور آداب، صفحہ: 87 تا 90 ملتقطاً۔