Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho

اطهار په باره کښې هميشه هم هغه عقيده ساتئ! کومه چې د صحابۀ کرامو، اوليائے کرامو او د سوونو كلونو نه د عاشقانِ رسول علمائے کرامو عقيده تيره شوې ده.

که چرې مونږه صحيح اسلامي عقيدې خپلې کړو او په دې باندې هميشه قائم پاتې شو نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د قبر د عذاب نه به بچ شو.

قبر د نظر تر حده پورې فراخه کړے كيږي

د حضرت عبدُ الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما نه روايت دے چې مصطفٰے جانِ رحمت، شمع بزمِ هدايت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: کله چې مړے په قبر کښې کيښودے شي او خلق ترې بيرته رووان شي نو مړے د هغوئي د پيزار آواز اوري بيا چې کله کښيني نو د هغه نه پوښتنه کولے شي: ستا رَبّ څوک دے؟ هغه وائي: الله پاک. بيا پوښتنه کيږي، ستا دِين څه دے؟ هغه وائي: اسلام. بيا پوښتنه کولے شي: ستا نبي څوک دے؟ هغه وائي: حضرت مُحَمَّد  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم . بيا سوال کيږي: تا ته د ده په باره کښې څه پته ده؟ هغه وائي: ما دا اوپيژندلو او کوم کتاب چې هغوئي راوړو ما د هغه تصديق اوکړو. نو دغسې د هغه قبر د نظر تر حده پورې فراخه کړے شي او د هغه رُوح د مؤمِنانو د رُوحونو سره ميلاؤ کړے شي.[1]

صحيح عقيدې والا مؤمِن د قبر حال

حضرت عبدُ الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې حضور نبئ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يو انصاري په جنازه کښې شرکت اوکړو او تر قبره پورې ئې ورسره تشريف يوړلو تر هغه وخته پورې قبر نه وو کنستلے شوے ځکه هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف فرما شول او خلق هم د هغوئي په خوا کښې داسې خاموشه کښيناستل لکه چې


 

 



[1]... شرح الصدور، صفحہ:91۔